تازه خبرونه
د خوړو او کرنې ادارې په افغانستان کې د څارویو د ناروغیو له پراخې خپرېدا خبر ورکړ
صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، در این نشست گفت که بیماری «طبق» یکی از چالشهای جدی سکتور مالداری است و هشدار داد: «اگر از این مرض جلوگیری نشود، یک بخش بزرگ اقتصادی کشور متضرر خواهد شد.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د یکشنبې پر ورځ د غبرګولي څلورمه راپور ورکړ، چې افغانستان اوسمهال د طبق[خولې او پښو د ناروغۍ (FMD) ] له یوې اندېښنې وړ خپرېدو سره مخ دی، چې په ټول هېواد کې د میلیونونو کلیوالي کورنیو معیشت ګواښوي.
دې ادارې په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا خورا ساري ویروسي ناروغي په غواګانو، پسونو او وزو کې چټکه خپریږي، چې د څارویو پر سکټور لوی فشار راوړي، چې د افغانستان د کلیوالي اقتصاد د ملا تیر دی.
د وترنرۍ متخصصینو ویلي؛ د دې ناروغۍ په خپرېدو کې ډېری مهم عوامل لکه خلاص او بې کنټروله سرحدونه، د ولایتونو او سیمو ترمنځ د څارویو پرلهپسې آزاد تګ راتګ، اقلیمي بدلون، واکسینونو ته محدود لاسرسی، د وترنرۍ کمزورې چارې، د چاپېریال فشارونه او د څارویو ناسمه روغتیایي درملنه یې ستر عوامل دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره په فعاله توګه د وترنریانو، څارویو، بزګرانو او ځایي ټولنو سره کار کوي.
د خوړو او کرنې اداره وایي؛ په ۲۰۲۴ کال کې دې ادارې له ۸۰۰ زره څخه زیاتو غواګانو ته د طبق یا د پزې او خولې ناروغۍ پر وړاندې په واکسین کولو کې بریالی شوو، چې د څارویو د روغتیا ملي کمپاین برخه ده. د خوړو او کرنې ادارې اوس خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې زیان منونکې سیمې او څاروي په خطر کې اچوي.
د خوړو او کرنې ادارې استازو ویلي: “د څارویو ساتنه د خلکو د ژوند د ساتنې معنا لري. دا ناروغي د خوړو خوندیتوب او کلیوالي عایداتو ته جدي ګواښ پېښوي. “مونږ باید د واکسیناسیون پراخولو، څارنې پیاوړتیا او د وترنري خدماتو ښه کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړو.”
دې ادارې ویلي، چې د هغو میلیونونو افغان کورنیو لپاره، چې د عاید، خوړو او کرنې لپاره پر څارویو تکیه لري؛ د خولې او پښو د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی نه یوازې د روغتیا لومړیتوب دی، بلکې د ژوند ژغورنه هم ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له طبق ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د کرنې په وزارت کې د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د هېواد په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د دې ویروسي ناروغۍ [(طبق) د څارویو (د پښو او خولې ناروغي)] له خپرېدنې وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملي او نړۍوالو همکارو مؤسسو، اړوند ادارو او د کرنې د کلسټر په ګډون د یوې همغږې غونډې کوربتوب وکړ، چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي او درملنې لپاره ګډې حللارې ومومي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ویلي: «طبق یو له هغو جدي ننګونو څخه ده، چې د مالدارۍ سکټور ورسره مخ دی. نوموړي خبرداری ورکړ: «که د دې ناروغۍ مخه ونه نیول شي د هېواد لویه اقتصادي برخه به زیان وويني.»
هغه له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې په دې برخه کې د کرنې له وزارت سره په مبارزه کې همکاري وکړي او د افغانستان له مالدارانو سره اوږه پر اوږه ودرېږي.
د کرنې وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکتر مختار محسني په دې غونډه کې وویل: «طبق د څارویو یوه خطرناکه او ساري ناروغي ده، چې پخوا په کمه کچه موجوده وه؛ خو اوس پراخه شوې ده. د دې ناروغۍ کنټرول یوازې د دولت مسوولیت ندی، بلکې د خصوصي سکټور او موسسو پراخې همکارۍ ته هم اړتیا لري.» هغه زیاته کړې، چې دیادې ناروغۍ د کنټرول لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ شوي او تطبیق به یې د همکارو ادارو پر مرسته روانه وي.
په دې غونډه کې ګڼو بنسټونو له ډلې اکټېډ، د هالنډ کمیټه، میشن ایسټ، ډاکار، ورلډ وېژن او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍواله ادره یا اف،اې،او د د دې ناروغۍ د کابو کولو لپاره د همکارۍ چمتووالی وښود. همداراز د یوشمېر نورو نړیوالو بنسټونو او ادارو لکه د UNDP، WFP، UNODC، UNOPS، DRC، IRC، CARE، RRAA، ICRC، CIAVA، اروپايي اتحادیه، نړیوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک، ActionAid، AfghanAid، د آغاخان بنسټ او نورو همکارو ادارو استازو هم ګډون کړی و.
د «طبق» یا «د پښو او خولې» ناروغي (Foot and Mouth Disease) یوه ویروسي، ساري او خورا انتاني ناروغي ده، چې په یوشمېر څارویو لکه غوا، میږې، وزې، خوګ او مېښو کې خپرېږي. دا ناروغي په حیواناتو کې د تبې، د خولې، پښو اوغولانزو په سیمو کې د زخمونو او ناروغیو لامل کېږي، چې په ځانګړي توګه په غواګانو او خوګانو کې شدیدې نښې لري. که یې مخنیوی ونشي، د مالدارۍ سکټور ته درانده اقتصادي زیانونه اړولی شي.
