تازه خبرونه

د داعش د هڅو په اړه اندېښنې ناسمې او د افسوس وړ دي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۵, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش د شتون، هڅو او فعالیتونو په اړه هر ډول اندېښنې رد وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې امریکا او انګلستان د داعش په پیاوړي کولو کې مرسته کوي.

ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې د نیزاویسیما ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې امریکا له انګلیس سره په ګډه د داعش د مرکزونو په پیاوړي کولو کې مرسته کوي. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت مشرانو ته د بې پیلوته الوتکو په ګواښونو باج ور کوي، چې له روسیې او چین څخه ځان لرې کړي.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې د اسلامي امارت ویاند د شنبې پر ورځ (لړم ۱۴) خبریالانو ته وویل، چې پدې اړه اندېښنې دروغ دي.

هغه وايي: هغه کسان، چې له داعش او نورو ورانکارو سره تړاو لري او غواړي، چې دا ځای (افغانستان) بې ثباته کړي، دلته هیڅکله د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او په دې اړه د هر لوري اندېښنې ناسمې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان به اجازه ورنکړي، چې خاوره یې د بل هېواد پر ضد وکارول شي. ځینې اندېښنې، چې د ولسمشرانو په کچه څرګندېږي؛ د افسوس وړ دي. دوی باید پدې پوه شي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د تېرو کلونو پر پرتله خوندي او باثباته دی.

ذبیح الله مجاهد د خپلو خبرو په یوه برخه کې دا هم ویلي، چې افغانستان له ټولې نړۍ سره دیپلوماتیکې اړیکې غواړي او نړیواله ټولنه باید په بېلابېلو برخو کې د افغانستان لاسته راوړنې له پامه ونه غورزوي.

نوموړي په دوحه کې د اسلامي امارت او امريکا د استازیو د ناستې په اړه هم ويلي؛ هو! کله ناکله په دوحه کې د اسلامي امارت او امريکا د استازیو تر منځ ناستې هم ترسره کېږي، خو د ده په وينا دا په لوړه کچه ندي.

هغه وایي: دا غونډې د روانو خبرو اترو لړۍ ده او په کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کېږي او د افغانستان د حالاتو په اړه د هغوى پوښتنې ځوابېږي.

هغه زیاته کړې؛ مهمه خبره دا ده، چې اسلامي امارت له نړۍ سره ښې، باوري او دیپلوماټیکې اړیکې غواړي او دا زمونږ لپاره یوه اړتیا او موخه ده او مونږ هم له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو. په دې غونډو کې مونږ تل له امریکايي استازیو سره د اړیکو د ټینګولو په اړه خبرې کړي او هیله لرو، چې دوی به له افغانستان سره ښې اړیکې ټینګې کړي او په دې اړه اندېښنه ونلري.

Trending

Exit mobile version