تازه خبرونه
د دبلیو اف پي مرستیال په افغانستان کې له خلکو سره د مرستې ډاډ څرګند کړ
د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام د اجرائیوي مدیر مرستیال کارل سکاو تېره اوونۍ افغانستان ته په څو ورځني سفر کې د دغه پروګرام کارونه له نږدې و ارزول.
کارل سکاو په دې سفر کې له اړمنو خلکو سره د دې پروګرام د بشري مرستو د کمښت شاهد و او لامل یې په مرستندویه موسسو کې د ښځو د کارونو ځنډول او د بودجې کموالی وباله.
هغه په دې اړه ويلي: دا ښکاره ده، چې د خواړو نړيوال پروګرام پلانونه هره ورځ په افغانستان کې د ډېرو خلکو ژوند ژغوري. په بېلابېلو سیمو کې د خوراکي توکو د وېش پر مهال د کورنیو چارسمبالو میرمنو را ته ویلي، چې د دبلیو اف پي مرستې د دوی او د دوی د ماشومانو لپاره ډېرې ژغورونکې دي او بزګرانو راته په ډاګه کړې، چې دوی څنګه کولی شي د دبلیو اف پي پر مرسته خپلې ټولنیزې شتمنۍ له ورانوونکیو سیلابونو او وچکالۍ خوندي او وژغوري. ما د حرفوي زدهکړو په کورسونو کې وړتیا لرونکې افغان میرمنې هم ولیدې او اوس د دې توان لري، چې خپله پیسې ترلاسه او خپلو کورنیو ته پرې خواړه واخلي.
نوموړي د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ او د پروان ولایت چاریکار ښار ته په خپل پېنځه ورځني سفر کې د خواړو نړیوال پروګرام له اوسنیو فعالیتونو لیدنه وکړه.
نوموړي په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازیو، دیپلوماتانو او نادولتي ادارو له مشرانو سره هم کتلي.
کارل سکاو د اسلامي امارت له چارواکو سره په خپلو خبرو کې د خواړو نړیوال پروګرام له فعالیتونو څخه د ملاتړ په برخه کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار څرګند کړ.
هغه ویلي: د خواړو نړیوال پروګرام نرینه او ښځینه همکاران او زمونږ د نادولتي موسسو ملګري، چې ما ورسره ولیدل ټول د زړه له کومي خپلو کارونو او زمونږ د ژوند ژغورلو او بدلون موخو ته ژمن دي. مونږ به په خپلو فعالیتونو کې د ښځینه کارکوونکیو د بشپړ ګډون لپاره کار روان وساتو؛ ځکه او په افغانستان کې نجونې، هلکان، ښځې او نرینه اړ دي، چې د دبلیو اف پي مرستو ته مساوي لاسرسی ولري.
د خواړو نړیوال پروګرام په راتلونکیو شپږ میاشتو کې د خپلو فعالیتونو د دوام او اړو کسانو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره ۹۱۸ میلیون دالرو مرستې ته بېړنۍ اړتیا هم په ډاګه کړه.
کارل سکاو په افغانستان کې د خپل ماموریت د پای پر وخت د افغانانو لپاره د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه څرګندوي: نړۍ نشي کولى د افغانستان خلکو ته شا واړوي. مونږ اړتیا لرو، چې د خپلو نرینه او ښځینه کارمندانو لپاره د خوندي او ملاتړي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره لارې چارې ولټوو؛ خو له بشپړ ملاتړ پرته مونږ نشو کولی هغه مرستې چمتو کړو، چې په ټول هېواد کې د نجونو، هلکانو، ښځو او نرینه وو لخوا ورته اړتیا لیدل کیږي.
اټکل کیږي، چې په افغانستان کې له ۱۵ میلیون ډېر خلک د خوراکي توکو له ناامنۍ او پر اقتصادي ناورین سربېره د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو سره مخ وي.