تازه خبرونه

د دښمنانو زهر په افغانستان کې پاتې دي او د باور جوړولو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده – حقاني

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۲)

 د کورنیو چارو وزیر سرپل ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو او چارواکو سره په لیدنه کې څرګنده کړې، چې اوس هم د دښمنانو زهر په افغانستان کې پاتې دي او د باور جوړولو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده.

د هېواد شمال ته د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني دا سفر د اسلامي امارت د مشرتابه پر سپارښتنه روان ساتل شوی دی.

د هېواد په شمال کې د امنیتي وضعیت څېړل او د شمالي ولایتونو د اوسېدونکیو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته لاسرسی د دې سفر بنسټیزې موخې دي.

د کورنیو چارو وزیر د سرپل ولایت دیني عالمانو، مخورو، سیمه ییزو چارواکو او اوسېدونکیو ته د وینا پرمهال ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په شمال کې د نور ښه امنیت د تامین لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

د سراج الدین حقاني د څرګندونو له مخې؛ په تېرو شل کلونو کې بهرنیو هېوادونو د افغانستان د قومونو تر منځ د تعصب او کرکې تخم کرلی او بې اعتمادي یې رامنځته کړې؛ خو اسلامي امارت به د افغانستان د توکمونو ترمنځ د تعصب او کرکې تخم له منځه یوسي او هڅه کوي د ټولو قومونو ترمنځ بې باوري او نفرت پر دوستۍ بدل او ملي یوالی رامنځته کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د خلکو دښمنان به په هر ځای کې له منځه یوسي او د سیمې د ناامنه کولو اراده نه‌لري.

نوموړی وايي، چې اوس په شمال کې د واک جزیرې ړنګې شوې؛ جبر ته د پای ټکی اېښودل شوی د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کېدل پای ته رسیدلي او د ظلم او بې عدالتۍ لمنه ټوله شوې ده.

د سرپل ولایت مرستیال محمد نادر حقجو د اسلامي امارت واک ته له رسیدو وروسته په دغه ولایت کې د امنیت د ټینګښت او له امارت سره د دې ولایت د خلکو د خوښي او همکارۍ  ډاډ څرګند کړ.

نوموړی وایي: د الله پاک شکر دی، چې نن تاسې او زه د داسې شخصیتونو کوربه یوو، چې صداقت، عدالت او اخلاص یې ټولو خلکو ته ثابت شوی دی.

امنیتي چارواکي په داسې حال کې د هېواد شمال ته سفر کړی، چې په دې وروستیو کې د هېواد بدخشان ولایت د دوه چاودنو پړه داعش ډلې منلې ده. په دې چاودنو کې د بدخشان مرستیال والي او د بغلان  پخوانی امنیه قومندان له یو شمېر نورو کسانو سره وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version