لوبی

د راتلونکي شل آوریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډله په ډاګه شوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۴, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت بورد غوراوي کمیتې نن پنجشنبهد وږي ۲۴ د راتلونکي ۲۰ آوریز نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره او سربېره پر دې ۴ احتیاطي لوبغاړیو ته هم په کې ځای ورکړ شوی دی.

د افغانستان کرکت بورد د غوراوي کمیتې ویلي؛ یادې سیالۍ د راتلونکي اوکتوبر پر شپاړسمه د آسټرالیا په کوربتوب پیلیږي، چې د نومبر تر ۱۳دیارلسمې به روانې وي.

د افغان اتلانو په ډاګه شوي نوملړ کې محمد نبي لوبډلمشر، نجیب الله ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز ویکت ساتونکی او حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، قیس احمد، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق او سلیم ساپی شامل دي.

همدا راز شرف الدین اشرف، رحمت شاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی د احتیاطي لوبغاړیو په توګه ټاکل شوي دي.

د افغانستان کرکت بورد د غوراوي کمیتې مشر نورالحق ملکزي ویلي: مونږ تل په دې هڅه کې یوو، چې د ټولو نړیوالو سیالیو لپاره یوه تکړه او پياوړې لوبډله غوره کړو، چې وکولی شي د تېر په څېر د افغانستان نوم وځلوي.

نورالحق ملکزي څرګنده کړې: تاسې په آسیا جام کې ولیدل، چې افغان لوبډلې زړه راکښونکې او بریالۍ سیالي ترسره کړې او له افغانستان څخه یې غوره استازیتوب وکړ. په همدې موخه مو یاد نوملړ ته هم ډېر پیاوړي او باتجربه لوبغاړي په پام کې ونیول.

د راتلونکي شل آوریز نړیوال جام په الف ګروپ کې (افغانستان، نیوزیلند، انګلستان او آسټرالیا) لوبډلې راغلي، چې دوه نورې به ورته له لومړي پړاو څخه لار ومومي.

دغه راز د یادو سیالیو په ب ګروپ کې (هندوستان، بنګله دېش، پاکستان او سویلي آفریقا) لوبډلې ځای پر ځای شوي، چې یاد ګروپ ته به هم دوه نورې لوبډلې له لومړي پړاوه لار ومومي.

د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ به د آسټرالیا په هوبرت، میلبرن، پرت، سیدني، بریسبین او ادلید ښارونو کې ترسره کېږي.

Trending

Exit mobile version