Connect with us

سوداگري

د راتلونکي ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې سند چمتو شو

خپور شوی

د

Last Updated on: کب ۴, ۱۴۰۱

د مالېې وزارت مسوولینو ويلي؛ د اسلامي امارت د اداري  او اقتصادي کمیسیون له کتنې وروسته به د بودجې چمتو شوی سند د توشیح  لپاره د اسلامي امارت رهبرۍ  ته وا ستول شي.

د ماليي وزارت مسوو لینو ويلي، چې د راتلونکي کال د بودجې بشپړ شوی سند به د وروستۍ  څېړنې  لپاره د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي او اداري کمیسیونونو ته د روا ني  اونۍ  په  بهیر کې وا ستول شي.

د مالیی وزارت ویاند که څه هم  تر اوسه د راتلونکي  کال د بودجې ارقام  ندي  په ډاګه کړي؛ خو زیاتوي، چې د روان کال د بودجې پر سند یې له تېرو  څلور میاشتو راپدیخوا کار کړی دی. د تېر کال  پر  پرتله په عمومي  کچه  کې  زیاتوالي راغلي او د هېواد په کچه هغه لسګونه  پروژو کارونه هم پیل شي، چې تراوسه نیمګړې پاتي دي.

د ماليي وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي: د راتلونکي کال په بودجه کې د روان  کال انکشافي بودجه زیاته ده؛ ځکه، چې اقتصادي کمیسیون پرېکړه کړې، چې په راتلونکي کال کې به د ټولو هغو پروژو کارونه پیل کړي، چې چارې یې له ۵۰ سلنې زیاتې مخکې تللي او د دې پروژو د تکمیل کیدو هڅه به کیږي.

د اقتصادي  چارو شنونکیو هم  له ماليې وزارته غوښتي، چې د راتلونکي کال د بودجې د سند او چارو د کتنې په  برخه کې  له بیړې کار وا خلي، چې د نوي کال  له پیلېدو سره سم  د بودجې د پلې کېدو بهیر پیل  او د انکشافي  پروګرامو نو پر وخت پلي کیدلو ته زمینه برابره شي. 

اقتصادي شنونکی تاج محمد تلاش وایي: د ماليې وزارت باید د راتلونکي کال د بودجې د سند د اداري بهیر د چټکتیا لړۍ نوره هم چټکه کړي، چې د نوي کال له پیل سره يي اجرايي  لړۍ  دوام  وکړي او د هغو پروژو کارونه پیل شي، چې اوس یې هم چاري له بودجې سره تړلي دي. دا به مو پر اقتصاد ښه اغېز ولري.

د مالیې وزارت زیاته کړې؛ په روان کال کې له بندیزونو سره سره تر ۱۰۰میلیارد افغانیو د عوایدو راټولیدل په دغه بهیر کې د شفافیت ښکارندويي کوي.

د دوی په خبره؛ دا او د مالیاتو له لارې نور مالي امکانات د دوی د حکومتي  لګښتونو لپاره کارېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوال بنسټونه افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ او  تر ۲۸ میلیون زیات افغانان مرستو ته اړ ګڼي.

سوداگري

د منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

Published

on

ازبکستان اعلان کړی، چې د منځنۍ آسیا له لارې یې د چین او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه نوې څو اړخیزه لاره پرانیستې ده.

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

له دې مخې د توکو لېږد  په دې مسیر کې زیاتره د سمندر له لارې د ایران بندرعباس ته انتقالېدل او بیا له هغه ځایه د ځمکنۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.

چارواکي وايي، دا نوې لاره، چې شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري د لېږد وخت تر نږدې ۳۰ ورځو راکموي او د ټرانزیټ بهیر اغېزمنتیا هم لوړوي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې د سوداګریزو لارو او دهلېزونو د پراختیا او د سیمې ترمنځ د نښلونې د پیاوړتیا هڅې مخ پر زیاتېدا دي.

Continue Reading

سوداگري

له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

Published

on

د نړیوال خبري آژانس «کازاینفورم» د راپور له مخې؛ له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو صادرات د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو درې میاشتو کې د پام وړ زیات شوي او له څلور چنده څخه یې ډېر وده کړې ده.

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

دغه راز د قزاقستان د غنمو ټول صادرات هم له ۱۸ سلنه زیاتوالي سره ۳.۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي. همدارنګه د دغه هېواد دننه د غنمو صادرات ۸ سلنه زیات شوي او ۰.۹ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.

قزاقي چارواکو ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس ظرفیت د پراخولو پلان لري او تمه ده، چې تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به د غلې‌دانې نوي تاسیسات په کال کې ۵.۸ میلیون ټنو محصولاتو د مدیریت وړتیا ولري.

Continue Reading

سوداگري

د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سب‌سټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.

د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سب‌سټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.

پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادت‌کوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنې‌پټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!