لوبی
د راشد خان پر مرستیالۍ ګجرات لوبډلې د آی پي ال اتلولي خپله کړه
د آی پي ال پایلوبه د یکشنبې پر ورځ د غبرګولي پر ۸ د هند د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې تر سره شوه.
په پای لوبه کې راجستان او ګجرات لوبدلې د یوبل پر وړاندې ولوبېدې او ګجرات لوبډلې د اووه وېکټو په توپیر لوبه وګتله.
د هند کرېکټ غوره لیګ، د ګجرات ټایټنز لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.
راشد خان د خپلې لوبډلې ( ګجرات) لپاره په څلور آورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او یوه وېکټه یې ترلاسه کړه.
د راجستان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۳۰ منډې جوړې کړې او د راشد خان لوبډلې ته یې د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.
ګجرات لوبډلې ټاکلي هدف ته ځان ورساوه د هند د کرکټ کپ یې وګاټه او راشد خان د هند کرکټ غوره لیګ کې ۱۹ ویکټې واخیستې.
د افغانستان د ملي لوبډلې دوه نور لوبغاړي رحمان الله ګربز او نوراحمد لکڼوال هم د ګجرات لوبډلې غړي دي، خو په دې پړاو کې يې چانس نه دی ترلاسه کړی.
د يادونې وړ ده، چې افغان مينه والو د دې لوبې او پايلوبې په ژوندۍ بڼه د آريانا تلويزيون له لارې کتلي.