Connect with us

تازه خبرونه

د رای اچوونکیو په شمېر کې بیساري بدلونونه راروان دي- کمیسیون

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوې سرچینې ویلي، چې د رای اچوونکیو په شمېر کې بیساري بدلونونه راروان دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کړنلارې په اتمه ماده کې راغلي، چې د پایلو اصلي پاڼه، د اصلي پاڼې عکس او بشپړه شوې  دیجیتلي فورمه هغه موارد دی، چې له ټاکنو اته څلوېښت ساعته وروسته مرکز ته لیږدول کیږي. په دې فورمه کې دوه څيزونه مهم دی؛ یو د رای اچوونکیو شمېر او او بل د پایلو نوملړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه سرچینه وايي؛ دغه دوه ډوله معلومات په بایو متریک دستګاوو کې ندي ثبت شوي، چې دغې چارې د معلوماتو پر زیرمه کولو ناوړه اغېزه کړې ده.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولاناعبدالله وايي؛ کمیسیون اوس د هغو معلوماتو په زیرمه کولو بوخت دی، چې په پام کې وه دغه معلومات له ټاکنو څو ورځې وروسته زیرمه شوي وای.

نوموړی زیاتوي، چې رای ثبتول رواني او له بایو متریک پرته رايې باطلې دي.

د معلوماتو زیرمه یا سرور ته د معلوماتو لیږد ورو شوی، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او انتخاباتي ډلې یې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د ثبات او همپالنې ډلې ناظر یونس نواندیش ویلي، چې تخنیکي اړخ ستونزه نلري. مونږ پرېکړه کړې، چې لیږد به له کمپیوتره وشي؛ ځکه دا به یې بهیر چټک کړي.  

مسوولین وايي؛ د رایو د شپږ ویشت مرکزونو معلومات، چې په سافت ویرونو کې شامل شوي؛ په بایو متریک دستګاوو کې د ستونزو له کبله بیا ارزول کیږي، چې د شاوخوا درویشت زره محلونو معلومات یې زیرمه کړي دي.

تازه خبرونه

فرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې وزارت د ښوونې او روزنې رییس عبدالرحمان رحماني د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ په جانوخېلو سیمه کې، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده؛ د ۲۳ میلیون افغانیو پر ارزښت د یوې عام‌‌المنفعه پروژې د پرانستې مراسمو ته څرګنده کړې: د اسلامي امارت د رهبر د ځانګړي شفقت له مخې؛ د نورستان ولایت له برګ‌مټال ولسوالۍ څخه د پکتیکا ولایت تر تروې ولسوالۍ پورې ۱۲۵ پراختیایي پروژې پلي کېږي، چې چارې یې د سرحداتو وزارت او د هر ولایت د مرستیال والي، نورو اړوند ولایتي ادارو او قراردادي شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې خلکو ته سهولتونه برابر شي.

Published

on

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پر مشرۍ او د نورو کاري ادارو پر همکارۍ د نورستان ولایت له برګ‌مټال څخه د پکتیکا ولایت تر تروې ولسوالۍ پورې ۱۲۵ پراختیایي پروژې پلي کېږي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې وزارت د ښوونې او روزنې رییس عبدالرحمان رحماني د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ په جانوخېلو سیمه کې، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده؛ د ۲۳ میلیون افغانیو پر ارزښت د یوې عام‌‌المنفعه پروژې د پرانستې مراسمو ته څرګنده کړې: د اسلامي امارت د رهبر د ځانګړي شفقت له مخې؛ د نورستان ولایت له برګ‌مټال ولسوالۍ څخه د پکتیکا ولایت تر تروې ولسوالۍ پورې ۱۲۵ پراختیایي پروژې پلي کېږي، چې چارې یې د سرحداتو وزارت او د هر ولایت د مرستیال والي، نورو اړوند ولایتي ادارو او قراردادي شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې خلکو ته سهولتونه برابر شي.

دغه راز د یاد ولایت مرستیال والي محمد انور دین ‌پرور له دې پروژې څخه د خوښۍ څرګندونو تر څنګ ویلي: هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې د حاکم نظام پرمختګ نشي زغملی او تل هڅه کوي او غواړي په یوه او بله پلمه دا هېواد له ناورین سره مخ کړي؛ زمونږ خبرداری دا دی، چې له دې کاره لاس واخلي او افغانان د افغانستان ودانولو ته پریږدي.

ویل کیږي، چې د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، ودانول او خلکو ته د سهولتونو برابرول د اسلامي نظام بنسټیزې موخې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ولس د استخباراتي کړیو د  توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نورالله‌نوري

نورالله نوري وای؛ د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي؛ ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر راز توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی.  نوموړي ډاډ څرګند کړ؛ اسلامي امارت په‌خپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نه‌ورکوي.

Published

on

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په بدخشان ولایت کې له اسلامي نظام څخه د دفاع او ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته ویلي: اوس هم د نړۍ ځینې استخباراتي کړۍ پر بېلابېلو نومونو غواړي زمونږ د هېواد امنیت اخلال کړي.

نورالله نوري وای؛ د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي؛ ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر راز توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی.  نوموړي ډاډ څرګند کړ؛ اسلامي امارت په‌خپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نه‌ورکوي.

دغه راز ځایي مشرانو او خلکو جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت له راتګ سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې امن ټینګ شوی او د تبعیض لمن ټوله شوې ده.

دوی وایي: په هېواد کې د ملي یووالي او اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې ټول هېوادوال د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او هغه اشخاص ،چې هڅه کوي په هېواد کې دهشت او وحشت ته لمن ووهې مخه یې ونیول شي.

ویل کیږي، چې په ډې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وزیر د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال محمد علي جان احمد، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال نورمحمد حقاني، د استخباراتو ریاست استازي اختر شاه هاشمي، د بدخشان ولایت والي محمد اسماعیل غزنوي، ځایی قومي مخورو، علماء کرامو، د ولسونو استازو او عامو خلکو ګډون کړی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان له سېلاب‌ځپلو سره د اروپایي ټولنې نوې مرسته؛ له ۱۳ میلیون ډېرې افغانۍ ځانګړې شوې

له دې مرستې به شاوخوا ۱۲ زره کسان په بادغیس، فراه، غور، هلمند، هرات، کندهار، لوګر او روزګان ولایتونو کې تر پوښښ لاندې راشي.

Published

on

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په غبرګون کې د ۱۷۵ زره یورو (له ۱۳ میلیون افغانیو ډېرې) پر ارزښت بشري مرسته د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې ده.

له دې مرستې به شاوخوا ۱۲ زره کسان په بادغیس، فراه، غور، هلمند، هرات، کندهار، لوګر او روزګان ولایتونو کې تر پوښښ لاندې راشي.

د راپورونو له مخې؛ دا بودیجه به د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې د نغدي مرستو، خیمو، کمبلو او نورو اړینو توکو د وېش لپاره ولګول شي. همدارنګه د صحي بستو برابرول، د څښتک پاکو اوبو ته لاسرسی او لومړني طبي خدمات هم دا پروګرام رانغاړي.

دا مرسته د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون د بېړني پېښو د غبرګون صندوق برخه ګڼل شوې ده.

اروپایي ټولنه د افغانستان له لویو بشري مرستندویانو څخه ګڼل کېږي او روان کال یې همکارو بنسټونو ته له ۱۶۲ میلیون یورو ډېرې مرستې ځانګړې کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!