Connect with us

تازه خبرونه

د معلوماتو د پڅ لیږد له کبله به پخپل وخت د لومړنیو پایلو اعلان ناشونی شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي خبرداری ورکوي، چې که د بایومتریک دستګاوو د معلوماتو د لیږد بهیر همداسې پڅ  روان وي؛ د تلې پر اووه ویشتمه به د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ناشونی شي.

له ولسمشریزو ټاکنو یوولس ورځې تېرې شوي؛ خو ویل کیږي، چې د ټولو ولایتونو د اساس توکو د معالوماتو تر لاسه کولو بهیر په دوه ورځو کې پای ته ورسیږي او د اطلاعاتو په مرکز کې د فزیکي فورمو د سکن او چمتو کولو لړۍ روانه ده. په داسې حال کې، چې د بایومتریک شویو رایو په مرکزي آرشیف کې د څه باندې دوه ویشت زره محلونو د پایلو فورمې داخل شوي او دې ځای ته له بایومتریک دستګاوو د وروستیو معلوماتو د لیږد لړۍ د تخنیکي او انترنتي ستونزو له کبله په پڅ ډول پر مخ ځي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله له خپل فیسبوکه په ډاګه کړې،  چې که مرکزي آرشیف ته له بایومتریک دستګاوو څخه د معلوماتو لیږد همداسې پڅ لکه، چې روان دی؛ پر مخ ولاړ شي، د تلې پر اووه ویشتمه  د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان به ناشونی کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ ویلي، تر اوسه د بایومتریک شویو پایلو څه باندې دوه ویشت زره فورمې د بایومتریکي رایو په مرکزي آرشیف کې ثبت شوي، د تخنیکي او انترنتي ستونزو له کبله له بایومتریک دستګاوو څخه  مرکزي آرشیف ته د معلوماتو لیږد اوږد شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره وایي، تخنیکي ستونزې حل شوي او په ښه ډول د کارونو تر سره کیدو ته ژمن یو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایي؛ مونږ دې پریدي، چې خپل ګډ کار وکړو. کمیسیون د ډاډ وړ هڅې کوي او کارونه یې چټک روان دي.     

د ولسمشریزو ټاکنو څارونکي اندېښمن دي، چې د کمیسیون له چارو سمه څارنه نشي کولی.

ټاکل شوې د چارشنبې پر ورځ د تخنیکي او انترنتي ستونزو د حل لپاره د درمالوګ شرکت دوه انجینران د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دفتر سره په دې اړه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!