(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۴۰۲)رویترز راپور ورکړی، چې د جمعې پر ورځ د لبنان په سویل کې د اسرائیلو پر توغندیزو بریدونو د دوی یو انځور اخیستونکي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.
په دې پېښه کې شپږ نور خبریالان ټپیان شوي دي.
د الجزیرې او فرانس پرس خبریالانو د اسرائیلو پولې ته څېرمه ( الما الشعب ته نږدې په هغه ځای کې ووژل شو، چې د اسرائیلي اردو او لبناني حزب الله ملیشو تر منځ د سرحدي نښتو ډزې تبادله کېړې) کار کاوه.
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي د دې پېښې پړه پر اسرائیلو واچوله.
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو استازي ګیلاد اردان د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: دا ښکاره ده! مونږ هیڅکله نه غواړو یو ژورنالیست، چې خپله دنده ترسره کوي ووژنو او یا ډزې وکړو؛ خو تاسې پوهیږئ، چې مونږ د جګړې په حالت کې یوو، شونې ده، چې پېښه شي.
هغه زیاته کړې، چې اسرائیل به د دې پېښې په اړه څېړنې وکړي.
رویترز په یوه بیان کې ویلي، عصام عبدالله د خپرونې لپاره د ژوندۍ ویدیو د سیګنال ورکولو پر مهال وژل شوی دی. کمره د یوې غونډۍ پر لوري ګرزېدلې وه. کله، چې یوې لویې چاودنې کمره ولړزوله او هوا یې له لوګي ډکه کړه او چیغې یې واورېدل شوې.
رویترز ویلي: مونږ دا خواشینی خبر ترلاسه کړ، چې زمونږ انځور اخیستونکی عصام عبدالله وژل شوی دی. مونږ په عاجله توګه د نورو معلوماتو په لټه کې یوو، له ځایي چارواکو سره په خبرو کې یوو او د عصام د کورنۍ او همکارانو ملاتړي یوو.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ په دې پېښه کې طایر السوداني او ماهیر نازه پر نومونو د رویترز دوه نور خبریالان هم ټپیان دي او له روغتون څخه له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
نازه ويلي؛ رويترز او دوه نور خبري اژانسونو د اسرائيلو لهخوا د توغندي د توغولو ویدیو اخیسته، چې يو يې عبدالله په داسې حال کې وواهه، چې هغه د ډلې نورو غړو ته نږدې پر ټيټ ډبرین دیوال ناست و. څو ثانیې وروسته، یو بل توغوندی د خبریالانو لهخواپر کارېدونکي ولګېد او اور یې واخیست.
د فرانسې خبري سرچینې ویلي، چې د دوی دوه خبریالان هم ټپیان شوي دي.
د قطر الجزیرې تلویزیوني څانګې ویلي، چې په پېښه کې د دوی دوه خبریالان ټپیان شوي، چې په ښکاره د خبریالانو په توګه پېژندل شوي وه. دې شبکې د دې پېښې پړه پر اسرائیلو واچوله او وایي، چې د دې جنایت تر شا ټول کسان ځوابورکوونکي دي.
الجزیرې په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: د خپرونو موټر په داسې حال کې تر برد لاندې راغی، چې خبري ډلې د نورو نړیوالو رسنیو له کارکوونکیو سره په هوکړه شوي ځای کې سره نږدې ول.