تازه خبرونه

د روږدو پر روغتون د پاکستانيو پوځیانو په هوايي برید کې ۴۰۰ کسان شهیدان او سلګونه ټپیان دي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې دغه هوايي برید د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون شوی دی.

Published

on

د اسلامي امارت چارواکو ويلي، چې د دوشنبې پر شپه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستاني پوځي رژیم له برید وروسته لږ تر لږه ۴۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې دغه هوايي برید د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون شوی دی.

حمد‌الله فطرت په ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “د دې برید په پایله کې د روغتون لویه برخه ویجاړه شوې او د ځاني زیان د لوړ شمېر په اړه جدي اندېښنه رامنځته شوې ده. له بده مرغه تر اوسه پورې د شهیدانو شمېر ۴۰۰ ته رسېدلی دی. په داسې حال کې، چې شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.”

هغه زیاته کړې؛ دمګړۍ هم د ژغورنې ډله د اور د مهارولو او د زیانمنو د ژغورنې هڅه کوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي لپاره د منځګړیتوب هڅې کوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ ویلي، چې هغه د پاکستاني هوايي بریدونو او په پایله کې د ملکي تلفاتو د نويو راپورونو له کبله “اندېښمن” دی.

نوموړي په ایکس‌پاڼه کې لیکلي: « خپله خواخوږي وړاندې کوم. زه پر ټولو خواوو غږ کوم، چې تاوتریخوالی راکم کړي، لږ تر لږه زغم وکاروي او د ملکي وګړو او ملکي سیمو لکه روغتونونو د ساتنې په ګډون د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي».

Trending

Exit mobile version