سیمه ییز خبرونه
د زابل امنيتي مسئولينو دوه هغه ماشومان، چې ماينونه يې خښول نيولي دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د زابل امنیتي چارواکی وایی، وسله وال طالبان د پېسو په بدل كې ماشومان د ماينونو خښولو ته اړباسي. د زابل د امنيتي مسئولينو په وېنا پوليسو دوه هغه ماشومان ونيول، چې په لاره كې يې ماينونه خښول.
د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وایی:
د جمعې په ورځ ( د وري ۲ ) یی د مرکز قلات اړوند د جلدک په سیمه کی دوه کوچني ماشومان د ماین ښخولو پرمهال نیولي دی.
نوموړی زیاتوي، چی نیول شویو ماشومانو په خپل اعتراف کی ویلي دی، چی دوی ته د وسله والو طالبانو لخوا درې درې زره افغانۍ ورکړل شوي ترڅو دغه کار وکړي.
امنیه قوماندان زیاتوي، چې د ماشومانو څخه یی د اعتراف پرمهال زیات ماینونه ترلاسه کړي دي.
د زابل امنیه قوماندان زیاتوي، چی د دې سره په څنګ کې یی دعملیاتو پرمهال دوه وسله وال هم وژلی دي او د هغوڅخه یی موټرسیکلونه او وسل