سیمه ییز خبرونه
د سالنگ لويه لار د ترافيكو پرمخ تړل شوې
له څو ورځو راهيسې په سالنگونو كې د سختو واورو او توپانونو له كبله د سالنگونو لار د ترافيكو پرمخ تړل شوې ده.
د سالنگونو د ساتنې او څارنې مسوولين وايي، چې:
ښايي تر سه شنبې(د سلواغې ۱۷) پورې په سالنگونو كې د واورې ورښت دوام ومومي.
د سالنگونو چارواكي له خلكو غواړي، چې د لارې تر پرانيستل كيدو پورې دې په دغه لاره سفر نه كوي.
د سالنگونو د څارنې مسوول جنرال محمد رجب وايي، چې:
زورور توپان او درنده واوره لامل شوې، چې له درې ورځو راهيسې د ځمكې له لارې د افغانستان له نهه شمالي ولايتونو سره د پلازمېنې ارتباط پرې شوى دى.
د نوموړي په وينا:
په سويلي سالنگ كې څه نا څه يو نيم متر واوره وريدلې ده.
هغه له ترانسپورتې شركتونو وغوښتل، چې د لارې تر پرانيستل كېدو پورې په دغه لاره مسافر ونه ليږدوي.
د ښاغلي رجب په وينا د سالنگونو په هوټلونو كې د خوراكي توكو بيې هم لوړې شوې دي.
د سالنگونو د مراقبت رييس جنرال محمد رجب د ورښت له دريدو وروسته د لارې پر پرانيستلو او د سړكونو پر پاكولو خپل بشپړټينگار څرگند كړى دى.