تازه خبرونه

د سترو پروژو له پلي کېدا سره به مو د کابل بڼه بدله شي – عبدالسلام حنفي

د عبدالسلام  حنفي د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره شاوخوا ۸ میلیارډ او ۱۱۳ میلیون افغانۍ انکشافي بودجه په پام کې نیول شوې، چې د اغېزمن لګښت له لارې به د کابل ښار بڼه ښکلې او بدله شي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن (سې‌شنبه، دمرغومي نهمه) د کابل ولایت مقام مخې ته د هوايي پُل جوړولو د چارو د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو برخو کې ۲۵۸ انکشافي پروژې د تطبیق په حال کې دي.

د عبدالسلام  حنفي د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره شاوخوا ۸ میلیارډ او ۱۱۳ میلیون افغانۍ انکشافي بودجه په پام کې نیول شوې، چې د اغېزمن لګښت له لارې به د کابل ښار بڼه ښکلې او بدله شي.

نوموړي زیاته کړې؛ کابل ښاروالۍ په تېرو څلور کلونو کې د ښار پر کچه ۳۵۰ کیلومټره سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

حنفي وایي: « په راتلونکي کې هم پلان لرو، چې خپل ښار نور هم ډېر ښکلی کړو؛ د مترو او ترام‌وای جوړول، پر سړکونو د بي‌آر‌ټي (BRT) سیسټم په پام کې نیول او همدارنګه د سترو پارکونو جوړول، چې کابل ښار پر یوه ښکلي، معاصر او له چاپېریالي معیارونو لرونکي ښار بدل شي.»

دغه راز د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دې پروژې د کار د پیل په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې کابل باید د یو منظم او معاصر ښاري پلان پر بنسټ پراختیا ومومي.

نوموړي د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو ستاینه وکړه او له ښاریانو یې وغوښتل، چې د پاک‌ساتنې، ښاري نظم او د بنسټیزو پروژو د تطبیق په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

ملا برادر وایي: « پخوانیو واکمنو نظامونو د سټراټېژیک او معاصر ښاري پلان جوړونې له پلوه د کابل ښار د نظم لپاره اغېزمن ګامونه ندي پورته کړي، چې له کبله یې دا ښار په یو نامنظم حالت کې اسلامي امارت ته پر میراث پاتې شوی دی.»

نوموړي د پروژې له انجنیرانو وغوښتل، چې د ټولو تخنیکي معیارونو پر مراعاتولو د دې هوايي پُل د جوړولو چارې په معیاري او ښه توګه بشپړې کړي.

د موټرو لپاره د هوايي پُل د جوړولو کار نن د کابل ولایت مقام مخې ته د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې پیل شو.

دا هوايي پُل، چې شاوخوا ۲۸۳ مټره اوږدوالی او ۱۸ مټره سور لري؛ د کابل ولایت مقام له مخې پیلېږي او د جوی‌شېر تر سړک پورې غځېږي.

Trending

Exit mobile version