Connect with us

سوداگري

د سره زرو بیه د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته

دا بدلون د جیوپولیټیکي کړکېچونو له زیاتېدا او د امریکا د مرکزي بانک د رییس جروم پاول او ډونالد ټرمپ ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځته شوی دی.

خپور شوی

د

د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي دوه‌ویشتمه ) د سرو زرو بیه د لومړي ځل لپاره د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته او سپینو زرو هم یو نوی تاریخي ریکارډ ثبت کړ.

دا بدلون د جیوپولیټیکي کړکېچونو له زیاتېدا او د امریکا د مرکزي بانک د رییس جروم پاول او ډونالد ټرمپ ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځته شوی دی.

د KCM Trade شرکت د بازار لوړپوړي شنونکي ټیم واټرر ویلي، چې د بېلابېلو عواملو ټولګه؛ د ایران وضعیت، د امریکا د شوني برید شونتیا او د مرکزي بانک د رییس د یوې جنایي قضیې تر تمرکز لاندې راتلل د سرو زرو د بیو د لوړېدا سبب دی.

د بشري حقونو بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د ایران د اعتراضونو، تاوترېخوالي او ناآرامیو له کبله تر دې دمه له ۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

دغه راز تهران ګواښ کړی، چې که د ټرمپ له‌خوا پر دې هېواد د نوو ګواښونو عملي کېدا پیل شي؛ نو په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې پر نښه کړي.

جروم پاول د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې نوموړی د ټرمپ له‌خوا د کانګرس پر وړاندې د شهادت له کبله پر جنایي تعقیب ګواښل شوی دی.

د پاول د څرګندونو له مخې؛ دا هڅه پر مرکزي بانک د نور ډېر فشار لپاره یوه پلمه ده، چې له کبله یې د سود کچه راټیټه د ډالر ارزښت کمزوری شوی دی.

د قیمتي فلزاتو په بازار کې د سپینو زرو بیه ۴.۱ سلنه لوړه شوې او د هر اونس په بدل کې ۸۳.۲۰ ډالرو ته ورسېده. همدارنګه پالاټین ۳.۴ سلنه وده وکړه او پالاډیوم هم په همدې کچه لوړ شو او د هر اونس بیه یې ۱۸۷۷.۹۶ ډالرو ته ورسېده.

سوداگري

د ایران او افغانستان اقتصاد ګډې پانګونې ته اړتیا لري- د خراسان رضوي والي

د ایرنا راپور له مخې، مظفري د ایران او افغانستان ګډو فرهنګي او اقتصادي اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دغه وړتیاوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابروي.

Published

on

د ایران خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري په مشهد کې د افغانستان له سرکونسل نورمحمد متوکل سره په لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ د متقابل تعامل، همکاریو او ګډو پانګونو له لارې شونی دی.

د ایرنا راپور له مخې، مظفري د ایران او افغانستان ګډو فرهنګي او اقتصادي اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دغه وړتیاوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابروي.

هغه زیاته کړې، افغانستان تل د ایران له مهمو اقتصادي شریکانو څخه و او باید د شته وړتیاوو پر کارولو دوه‌ا‌ړخیزې همکارۍ نورې هم پیاوړې شي.

د خراسان رضوي والي د اسلام‌کلا پولې پر ارزښت هم ټینګار کړی او وایي؛ هڅې روانې دي، چې دغه سرحدي لاره د ایران له تر ټولو منظمو او پرمختللو سرحدي دروازو څخه وګرځي.

هغه د پولې دواړو غاړو ته د آزادو اقتصادي سیمو د جوړولو وړاندیز هم وکړ او څرګندوي، دا اقدام کولی شي د ګډو پانګونو د جذب او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

مظفري په ایران کې د افغان وګړو د حضور د تنظیم موضوع ته هم نغوته کړې ده څرګندوي؛ موخه دا ده، چې د افغانانو ورتګ، استوګنه او کار د یوه روښانه او قانوني چوکاټ له مخې تنظیم شي.

هغه زیاته کړې، اقتصادي هڅاندو(فعالانو) ته د کاري ویزو ورکول او د افغانانو د حضور لپاره د ځانګړو تګلارو رامنځته کول له روانو پروګرامونو څخه دي.

نوموړي په ایران کې د افغان وګړو د عزت او کرامت پر ساتنې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د غیرقانوني تګ‌راتګ د مخنیوي او د قانوني تګلارو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

دغه راز په مشهد کې د افغانستان سرکونسل نورمحمد متوکل د هرات او تایباد ترمنځ د ټکسي خدمتونو د بېرته پیل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې دغه خدمتونه د جګړې له پیل وروسته درېدلي او تر اوسه بېرته چالان شوي نه‌دي.

هغه په ایران کې د افغان وګړو ځینو ستونزو لکه د روغتیايي بیمې لګښتونو او افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد موضوع ته هم نغوته کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتونکی شو.

متوکل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو هوکړو پر عملي کېدا ټینګار وکړ او وایي، چې د دغو هوکړو پلي کېدا کولی شي د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي او ټرانزیټي همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر د ډیورند کرښې د لارو د بېرته پرانیستو غوښتنه وکړه

دغه راز نوموړي د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ځانګړو سوداګریزو سیمو د جوړېدا غوښتنه هم وکړه.

Published

on

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ‌‌ نعیم‌الرحمن د ډیورند فرضي کرښې د لارو د بېرته پرانیستو غوښتنه کړې او څرګندوي، چې دا کار د پاکستان د اقتصاد د ښه‌والي او پر خلکو د فشار د کمېدا لپاره اړین دی.

هغه د بلوچستان په ژوب سیمه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال داسې وړاندیز وکړ؛ د قبایلي مشرانو او سوداګرو ګډه کمیټه دې جوړه شي، چې د سوداګرۍ په بیا راژوندي کولو او د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ثبات په ساتلو کې مرسته وکړي.

دغه راز نوموړي د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ځانګړو سوداګریزو سیمو د جوړېدا غوښتنه هم وکړه.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر د ډیورند فرضي کرښې د اوسني مدیریت پر سیاستونو د نیوکې ترڅنګ ویلي؛ لارې د خوښې پر بڼه او د محدودو کسانو د ګټې لپاره پرانیستل کېږي. په داسې حال کې، چې زرګونه نور کسان اوس هم اقتصادي زیانونه ویني.

د یادونې ده، چې د ډیورند فرضي کرښې لارې له اووه میاشتو حخه د ډېر وخت لپاره پر افغانستان د پاکستان له بریدونو وروسته وتړل شوې او د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري درېدلې پاتې ده.

Continue Reading

سوداگري

د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پېنځمه برخه بېرته فعاله شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د اوسپنې‌پټلۍ پېنځم سټیشن له بیارغونې او چمتووالي وروسته بېرته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

Published

on

ملا عبدالغني برادر نن( پنجشنبهد غویي یودېرشمه) په بلخ ولایت کې د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنېپټلۍ پېنځمه برخه بېرته فعاله کړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د اوسپنې‌پټلۍ پېنځم سټیشن له بیارغونې او چمتووالي وروسته بېرته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

ملا برادر د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د هېواد د اوسپنې‌پټلۍ شبکې د پراختیا لپاره د ټولګټوچارو وزارت هڅې وستایلې او د ازبکستان له همکاریو یې هم مننه وکړه.

هغه زیاته کړې؛ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا پر پرتله پیاوړې شوې دي او د دغو همکاریو د پراختیا لپاره د بلخ والي پر مشرۍ او د اړوند ادارو په ګډون ګډه کمیټه جوړه شوې ده.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پېنځمه برخه ۷۰ کیلومټره اوږدوالی، ۳۰ کیلومټره فرعي کرښې، پېنځه تم‌ځایونه او په یو وخت کې د ۵۰ واګونونو د تخلیې وړتیا لري.

مسوولان وایي، چې د دغې برخې له بېرته فعالېدا سره به د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد او د سوداګرۍ د کچې په لوړولو کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!