سوداگري

د سره زرو بیه د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته

دا بدلون د جیوپولیټیکي کړکېچونو له زیاتېدا او د امریکا د مرکزي بانک د رییس جروم پاول او ډونالد ټرمپ ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځته شوی دی.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي دوه‌ویشتمه ) د سرو زرو بیه د لومړي ځل لپاره د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته او سپینو زرو هم یو نوی تاریخي ریکارډ ثبت کړ.

دا بدلون د جیوپولیټیکي کړکېچونو له زیاتېدا او د امریکا د مرکزي بانک د رییس جروم پاول او ډونالد ټرمپ ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځته شوی دی.

د KCM Trade شرکت د بازار لوړپوړي شنونکي ټیم واټرر ویلي، چې د بېلابېلو عواملو ټولګه؛ د ایران وضعیت، د امریکا د شوني برید شونتیا او د مرکزي بانک د رییس د یوې جنایي قضیې تر تمرکز لاندې راتلل د سرو زرو د بیو د لوړېدا سبب دی.

د بشري حقونو بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د ایران د اعتراضونو، تاوترېخوالي او ناآرامیو له کبله تر دې دمه له ۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

دغه راز تهران ګواښ کړی، چې که د ټرمپ له‌خوا پر دې هېواد د نوو ګواښونو عملي کېدا پیل شي؛ نو په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې پر نښه کړي.

جروم پاول د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې نوموړی د ټرمپ له‌خوا د کانګرس پر وړاندې د شهادت له کبله پر جنایي تعقیب ګواښل شوی دی.

د پاول د څرګندونو له مخې؛ دا هڅه پر مرکزي بانک د نور ډېر فشار لپاره یوه پلمه ده، چې له کبله یې د سود کچه راټیټه د ډالر ارزښت کمزوری شوی دی.

د قیمتي فلزاتو په بازار کې د سپینو زرو بیه ۴.۱ سلنه لوړه شوې او د هر اونس په بدل کې ۸۳.۲۰ ډالرو ته ورسېده. همدارنګه پالاټین ۳.۴ سلنه وده وکړه او پالاډیوم هم په همدې کچه لوړ شو او د هر اونس بیه یې ۱۸۷۷.۹۶ ډالرو ته ورسېده.

Trending

Exit mobile version