تازه خبرونه
د سعودي عربستان او ازبکستان چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
(Last Updated On: ليندۍ ۷, ۱۴۰۱)
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دغه وزارت مرستیال عبدالکریم الخریجي د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره خبرې کړې دي.
دغه وزارت نن سهار (دوشنبه د لیندۍ ۷ ) په خپل تویتر کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزئیات ندي ورکړي.
ازبکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري.
دغه هېواد له افغانستان سره په ګډه څو سترې اقتصادي پروژې هم لري.