نړۍ

د سوریې په کمپونو کې له میندو څخه د ماشومانو پر بېلولو رسمي نیوکه وشوه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۳۱, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو له ملاتړه د بشري حقونو برخمنې یوې مدافع ويلي: په سلګونه هلکان، چې ځینې یې ۱۱ کلن دي د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکا تر ملاتړ لاندې کردي ځواکونو له خپلو میندو بېل ساتلي، خو دا کار سم؛ ځکه نه‌دی، چې کوم امنیتي ګواښ ترې نهدی رامنځته شوی.

د ملګرو ملتونو خپلواکه راپور ورکوونکې فنوالا نیولان د جمعې پر ورځ په الهول کمپ کې د بشري حقونو د ساتنې او له تروریزم سره په مبارزه کې، د خپلسري ډله‌ییز توقیف د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې هغې په روانه اوونۍ کې اړوند سیمې ته په سفر کې ولیدل.

له کلونو راپدیخوا د بشري حقونو مدافعین له بهرنیو هېوادونو ( اروپا، شمالي آفریقا او نورو) څخه غواړي، چې خپل وګړي د داعش د کورنیو غړیو له کمپونو څخه بېرته راستانه کړي. په ځانګړي توګه هغه ماشومان، چې د دې ډلې لخوا په ترسره شويو جرمونو کې ښکېل نه‌دي.

دا ډله ۱۲ کاله مخکې په یوه پاڅون کې، چې بیا پر کورنۍ جګړه بدله شوه او سلګونه کسان ترې ووژل شول؛ واک ته ورسېده. دوی په یو وخت کې د سوریې او عراق پراخې سیمې تر څارنې لاندې راوستې؛ خو کردي ځواکونو، چې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف له ملاتړه برخمن ول او همدارنګه یې د عراق او سوریې د حکومتي ځواکونو پر ملاتړ تر ۲۰۱۹ کاله دغه سیمې بېرته ونیولې.

نیولان ویلي؛ زمونږ د اړوند کارپوهانو د ډلې د محاسبې له مخې؛ له ۲۰۱۹ کال راپدیخوا څه نا څه ۷۰۰۰ کسان د نږدې ۳۶ هېوادونو له لوري بېرته ستانه شوي، چې درې پر څلورمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

په لسګونه زره نور له زندانونو خوشې شوي؛ پرته له دې، چې د وتلو کومه نښه وي. پاتې شوه دا، چې دوی هغو هېوادونو ته سفر کړی وي، چې دوی یا کورنۍ یې ترې راوتلي دي.

له دې وېرې، چې له الهول کمپ څخه به د یاغیانو نوی نسل راڅرګند شي؛ نو د کرد چارواکو، چې پر ختیځې او شمالي سوریه واکمن دي، د وړتیا بښلو یو پروګرام یې پیل کړ، چې هدف یې له افراطیته د ماشومانو ژغورل او له کورنیو بېلول دي.

نیولان ویلي، چې د الهول په کمپ کې وضعیت خراب دی او له ۴۹۰۰۰ ډېر خلک په کې ژوند کوي.

هغې امنیت او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي او په کمپونو کې د اوبو کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې تودوخه یې د سانتي ګراد ۵۰ درجې ته رسیږي او سرپناوې یې هم د خیمو بڼه لري.

نیولان زیاته کړې: دوه‌یمه مسله، چې زه غواړم په ګوته کړم هغه له مناسب بخیره پرته له میندو د سلګونه تنکيو هلکانو د بېلولو بهیر دی. دا هغه څه دي، چې زه یې د یوه ناثابت امنیتي خطر پر بنسټ رالنډوم، چې هلکان به ورسره د ځوانۍ په عمر کې مخ کیږي.

هغې د ډېریو هلکانو اضطراب ته هم په نغوته کې ویلي: هرې ښځې راته ویل؛ دا د ماشوم تښتونه ده، چې بشپړ اضطراب، ځورېدنه او خورا رواني زیان یې رامنځته کړی دی.

نیولان ویلي؛ د دې هلکانو نیول کیدای شي پخپله د نړیوال قانون لاندې د ورکیدو یو عمل وي، چې د بشري حقونو له ډېریو مکلفیتونو سره په مستقیم ټکر کې دي.

Trending

Exit mobile version