تازه خبرونه
د سولې بهیر د ترسره کولو لپاره اوربند ارزښتمن ګام دی – غني
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا اتلانټیک شورا په ويډیوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال یو ځل بیا ویلي، چې د سولې بهیر د ترسره کولو لپاره اوربند ارزښتمن ګام دی.
ولسمشر زیاته کړې، چې د افغانستان حالت ډاډمن ندی او حکومت اړ دی، چې حالاتو ته په کتو خپل دریځ وښیي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د ښو کانونو لرونکی هېواد دی او د سولې له خوندیتوب وروسته ترې ښه ګټه پورته کیدی شي.
د اشرف غني په باور اوس د سولې پر وړاندې خنډونه له مخې لیرې شوي دي.
دغه راز په دغو خبرو اترو کې ولسمشر غني د لنډمهالي حکومت د جوړیدو او د ده د ګوښه کیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ د ډاکټر نجیب ستره تېروتنه له مجاهدینو سره د خبرو په بهیر کې دا وه، چې خپله ګوښه کیدنه یې اعلام کړه. مونږ یو ځل فلم لیدلی، نه غواړو بیا یې وګورو!
هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان او پاکستان دریځونه سره نږدې دي، ۲۰۰۰ طالب زندانیان خوشې شوي، ۲۰۰۰ نور به ژر خوشې شي او راتلونکې اوونۍ به د خپلمنځي خبرو ځای او وخت هم په ډاګه شي.
ولسمشر د خپلو خبرو په بهیر کې زیاته کړې، چې اوس دوه سری حکومت نشته، له ډاکټر عبدالله سره په ګډه توګه کار کوو او مرکچي پلاوی هم د افغانستان له ټولو خلکو استازیتوب کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې د خبرو په درشل کې اوس هم د مذاکرې لپاره د دولت او طالبانو اجندا روښانه نده؛ خو طالبانو ویلي، چې ښایي د راتلونکي سیاسي نظام د ډول او اوربند په اړه به خبرې وکړي.