سیمه ییز خبرونه

د سولې عالي شورا د مخالفانو په اړه انعطاف ته تياري وښوده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سولې عالي شورا د رهبرۍ يو غړى وايي، چې:

د سولې خبرو ته د وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي د كېناستو لپاره، دوى تيار دي، چې په ځينو مواردو كې له انعطاف او اسانۍ څخه كار واخلي.

د سولې عالي شورا دغه غړى وايي، چې:

په قطر كې د وسلوالو طالبانو د دفتر په اړه د دوى دريځ له افغان حكومت سره توپيرلري.

دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزيرتېره ورځ ويلي، چې:

په قطر كې به هغه وخت د وسلوالو طالبانو لپاره دفتر پرانيستل شي، چې هغوى له افغان دولت سره د خبرو لپاره تيارى وښيي.

په افغانستان كې د جگړې د درولو او سولې لپاره هلي ځلې ورځ تر بلې زور اخلي؛ خو د لانجې دواړه لوري كوښښ كوي، چې د خبرو لپاره يو بل ته شرطونه وړاندې كړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول د افغانستان لس كلنې لاسته راوړنې او د اساسي قانون منل د ټينگار وړ بولي.

وسلوال طالبان بيا تر دې سخت دريځ لري او اوسنۍ نظام د بهرنيانو لاسپوڅى بولي.

له دې تولو هسكو ژورو سره سره افغان حكومت له وسلوالو طالبانو سره د خبرو تمه لري.

د سولې عالي شورا د رهبرۍ غړى قاضي محمد امين وقاد وايي، چې:

د قطر د هوكړه ليك په طرحه كې، د وسلوالو طالبانو، پاكستان، سعودي عربستان، امريكا او حزب اسلامي نظرونه په پام كې نيول شوي دي.

د هغه په وينا:

د سولې عالي شورا به د سولې خبرو ته د حاضريدو په صورت كې له وسلوالو طالبانو سره نرم چلند او انعطاف وكړي.

د طالبانو يو پخوانى رهبرسيد اكبر اغا په قطر كې د وسلوالو طالبانو لپاره د دفتر پر پرانيسته ټينگار كوي.

ځيني سياستوال په دې باوردي، چې وسلوال طالبان په يوه عربي هېواد كې د خپلو عقايدو د بيانولو لپاره د سياسي دفتر په لټه كې دي؛ خو پوښتنه داده، چې افغان دولت به د قطر د دفتر په اړه د سولې روان بهير څومره پياوړى كړي؟

Trending

Exit mobile version