سیمه ییز خبرونه
د سيمې استخبارات د لرغونو آثارو د له منځه وړلو هڅې كوي
د افغانستان استخبارات وايي، د سيمې استخباراتي بنسټونو په تېره لسيزه كې تل هڅه كړې، چې د افغانستان لرغوني آثار له منځه يوسي.
په هېواد كې د هندويزم د مذهبي پېر(۱۲ او ۱۳ پېړيو) كنش نومې پژه(مجسمه)، چې د خوشبختى خداى ياديده د قاچاقگرو له منگولو ژغورل شوې ده.
د ملي امنيت عمومي رياست وياند جنرال فريد وايي:
دغه لرغونى پژه، چې د يوې څلوركسيزې كړۍ لخوا يو گاونډ هېواد ته ليږديده له يو كس سره نيول شوې، چې د درې نورو د ونيولو هڅې روانې دي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت معين سيد مصدق خليلي وايي:
د تېرو جنگونو په بهير كې د افغانستان ۷۰ سلنه لرغوني آثار بهر ته قاچاق شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت كه څه هم د افغانستان د لرغونو آثارو د ژغورنې خبرې كوي؛ خو له طالبانو څخه د مخكې يوې لسيزې قاچاق شوي آثار او د هغو پلورل تر دې دمه د يو خنډ په توگه پاتې دي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت څرگندوي، چې په تېرو دولس كلونو كې لږ تر لږه نهه زره لرغوني آثار د قاچاقگرو له منگولو ژغورل شوي، چې له هېواده يې د ايستنې هڅې كيدې.
