سیمه ییز خبرونه

د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

Published

on

په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هم‌مهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووه‌پنځوسمه څپه پیل کړې ده.

تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.

راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.

دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.

ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Trending

Exit mobile version