سیمه ییز خبرونه

د سپين بولدك ولسوالۍ د كليو پراختيا چارواكي په در غليو كې لاس لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كندهار د سپين بولدك ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر ادعا كوي، چې د دې ولايت د كليو پراختيا رياست چارواكي د ساختماني شركتونو سره په درغليو كې لاس لري.

د كندهار د سپين بولدك ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر حاجي جمعه خا ن د رسنيو په وړاندې ادعا وكړه، چې د دې ولايت د كليو پراختيا رياست مرستيال انجنيركريم الله د ساختماني شركتونو سره يو ځاى د بولدك ولسوالۍ لپاره د پروژو په لسگونه ميليونه افغانې درغلي كړې.

د نوموړي په وېنا كريم الله د جعلي اسنادو او مهر په جوړولو سره د بولدك ولسوالې لپاره د پروژو پېسې ايستلي.

حاجي جمعه خان له دولت څخه غوښتنه وكړه تر څو درغلې كوونكي ژر تر ژره د قانون منگولو ته وسپاري، خو د كندهار د كليو پراختيا د رياست مرستيا ل انجنير كريم الله دا نه مني او وايي:

دوى هېڅ كله هم په پروژو كې درغلي نده كړې او كه چېرې څوك په دې اړه اسناد لري نو كولاى شي، چې وړاندې ېې كړي او زياتوي، چې حاجي جمعه خان خپله د پروژو د عملي كولو په وخت كې پېسې غواړي.

په پراختيايي پروژو كې د درغليو په اړه هر وخت د درغليو ريپوټونه خپاره شوي او يو شمېر دولتي چارواكي هم د اړوندو ادارو له لوري څارنوالې ته سپارل شوي، خو دې شومې كړنې په ولسواليو او لرې پرتو سيمو كې چې تگ راتگ پكې ستونځمن كار دى د بيا رغونې كارونه له ځنډ سره مخ كړي دي.

Trending

Exit mobile version