تازه خبرونه

د سیاسي او جهادي مشرانو یو اته کسیز پلاوی دوحې ته سفر کوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۴۰۰)

ټاکل شوې، چې د راروانې جمعې پر ورځ د افغانستان د سیاسي او جهادي ډګر لوړ پوړي مشران له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي؛ ځکه، چې د خبرو اترو په اړه یې دریځ سخت شوی او ان په کابل کې یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ډیپلوماټانو د ساتنې لپاره هر راز بهرنی پوځي شتون هم ګواښلی دی.

آریانا نیوز ته سرچینو منلې، چې د ملي پخلاینې عالی شورا عبدالله عبدالله په مشرۍ  د حامد کرزي، کریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني، اکرم خپلواک، یونس قانوني او مارشال دوستم په ګډون یو اته کسیز له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر هېواد دوحې ته سفر کوي.

د دوحې خبرې له تېر څه نا څه یو کلنو هڅو سره سره پڅې او په بندون کې وې. اوس تمه ده، چې دواړه لوري به پر اړینو مسایلو خبرې وکړي او یوې سیاسي هوکړې ته لار پرانیزي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تائیدوي، چې دواړه لوري خبرو ته حاضر دي او په نږدې ورځو کې به خبرې په لوړه کچه له طالبانو سره پیل شي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله وایي، چې د سولې لپاره د حکومت لومړیتوب بدلون نکوي؛ د سولې په بحث کې باید سیاسیون واحد نظر ولري او له طالبانو هم غواړي، چې خپلې غوښتنې د خبرو پر میز وړاندې کړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی ویلي، چې د سولې خبرې به په نږدې راتلوونکې کې له سره پیل شي او په چټکۍ سره به د پایلو د تر لاسه کولو لپاره روانې وي.

حامد کرزي ویلي، چې روانه جګړه د حل لار نده؛ د جګړې ښکېل لوري باید سوله وکړي.

نوموړی د ولسي پاڅونونو په اړه څه نه وایي؛ خو له جګړې سره مخالفت ښيي.

که څه هم ویل کیږي، چې په کابل کې د دې مذاکراتو پروګرام او پلان جوړونه وروستۍ شوې نده.

طالبانو د دغه اته کسیز پلاوي په اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني بلخ ولایت ته په سفر کې ویلي، چې ډېر ژر به ځانګړي ځواکونه د جګړې د اغېزمنتیا لپاره له هوایي ځواکونو سره یو ځای شي او د جګړې لوری بدل کړي.

Trending

Exit mobile version