تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه له امریکا پرته خپلې ستونزې حلولی شي – پزشکیان

پزشکیان پوتین ته ویلي: « زه باور لرم، چې مونږ د امریکا له مرستې پرته په سیمه کې د خپلو ستونزو د حل وړتیا لرو.» نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه کولی شي د همکارۍ له لارې خپلې ستونزې اوارې کړي.

Published

on

 

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي؛ د سیمې هېوادونه دا وړتیا لري، چې پر امریکا له تکیه پرته خپلې ستونزې حل کړي.

پزشکیان پوتین ته ویلي: « زه باور لرم، چې مونږ د امریکا له مرستې پرته په سیمه کې د خپلو ستونزو د حل وړتیا لرو.» نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه کولی شي د همکارۍ له لارې خپلې ستونزې اوارې کړي.

د ایران ولسمشر ویلي، د تهران او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا ښکارندویي کوي. هغه زیاته کړې؛ د امریکا اقدامات ایران، روسیه او نور هغه هېوادونه، چې د واشنګټن له یو اړخیزو بندیزونو سره مخ دي، ډېرو همکاریو ته هڅوي.

نوموړي زیاته کړې، د امریکا یو اړخیز ې کړنې ایران هڅوي، چې څو اړخیزې همکارۍ پراخې او له روسیې او هغو نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، چې د امریکا له بندیزونو سره مخ دي.

د پزشکیان د څرګندونو له مخې، د ایران او روسیې ترمنځ په علمي، اقتصادي، صنعتي، فرهنګي، امنیتي او پوځي برخو کې د همکاریو د پراختیا پراخ ظرفیت شته.

په ورته وخت کې، پوتین ویلي، چې د روسیې او ایران ترمنځ سوداګري مخ پر زیاتېدو ده او د ایران د بوشهر اټومي بټۍ د جوړولو چارې هم روانې دي.

د روسیې ولسمشر د سیمې وضعیت جدي بللی او ویلي یې دي، چې له پزشکیان سره یې په یوه خصوصي کتنه کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې پېښې به په مثبت لوري ولاړې شي.

دا کتنه په داسې حال کې شوې، چې مسکو هڅه کوي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د بیا زیاتېدا د مخنیوي لپاره له ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي. د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې له ځنډ سره مخ شوې دي.

امریکا او اسرائیلو پر ایران د بیا بریدونو ګواښونه هم کړي، چې دې چارې د ډیپلوماټیکې هوکړې د ترلاسه کېدو په اړه ناڅرګندتیا زیاته کړې ده.

په مسکو کې دا خبرې د ایران لپاره له روسیې سره د مشارکت د زیاتېدونکي اهمیت څرګندونه کوي؛ ځکه تهران هڅه کوي له لوېدیځې نړۍ بهر له هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پیاوړې کړي.

Trending

Exit mobile version