تازه خبرونه

د سې شنبې په ځانمرګي برید کې د ایساف درې سرتېري ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آیساف ځواکونه وایي، د کابل د سې شنبې په ځانمرګي برید کې یې درې سرتېري وژل شوي دي.

برید د سې شنبې په سهار مهال د نړیوال هوایي ډګر د سړک په اوږدو کې د امریکا سفارت او د امریکایي ځواکونو یوه مرکز ته نږدې واټن کې تر سره شو، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

چاودنه دومره زوروره وه، چې غږ یې ډېر لرې اورېدل شوی دی. آیساف ځواکونو په دغې پېښه کې  د خپلو دریو ملګرو د وژلو خبره کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، ځانمرګی برید کوونکی په کرولا کې سپور وو، او د برید موخه یی بهرني ځواکونه وو.

صدیقي په دغې پېښه کې د دیارلسو ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر تائیدوي.

خو د وزیر محمد اکبر خان روغتون د نرسنګ مدیر محمد موسی ظاهر وايي، له پېښې وروسته ۱۶ ټپیان ور رسېدلي، چې تر درملنې لاندې دي.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسئولیت منلی. ذبیح الله مجاهد، چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي، رسنیو ته ویلي، د برید موخه بهرني ځواکونه وو.

Trending

Exit mobile version