تازه خبرونه
د شانگهای ټولنه د افغانستان په چارو کې پوځي لاسوهنه نه کوي- روسیه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې د شانگهای د اقتصادي همکاریو ټولنه د افغانستان په چارو کې پوځي لاسوهنه نه کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د دغه هېواد له ولسمشرامام علي رحمان سره د شانگهای له غونډې یوه ورځ مخکې په ډاگه کړه، چې د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې پوځي مداخله یو بشپړ ناسم کار دی.
دغه ناسته نن سهار(د زمري۹) د دوشنبې په ښار کې پیل شوه، چې د چین، روسیې، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او فزاقستان د بهرنیو چارو وزیران يې برخوال دي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، د افغانستان او سیمې وضعیت به د دې ناستې مرکزي ټکی وی او دا ټولنه به د افغانستان سیاسي حالات تر څېړنې لاندې ونیسي.