سوداگري
د صادراتو کمښت د پاکستان د ام بڼوال له درندو زیانونو سره مخ کړل
د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو اوږدمهاله تړل کېدا د ام د صادراتو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه دي. افغانستان، چې تل د پاکستان د کرنیزو محصولاتو له مهمو صادراتي بازارونو څخه ګڼل کېده؛ سږ کال یې د پاکستان د ام هیڅ بار نهدی ترلاسه کړی.
د صادراتو کمښت او د اقلیمي بدلونونو اغېزو د دغه هېواد د ام بڼوال له درندو مالي زیانونو سره مخ کړي او د دې صنعت راتلونکی یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو اوږدمهاله تړل کېدا د ام د صادراتو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه دي. افغانستان، چې تل د پاکستان د کرنیزو محصولاتو له مهمو صادراتي بازارونو څخه ګڼل کېده؛ سږ کال یې د پاکستان د ام هیڅ بار نهدی ترلاسه کړی.
تېر کال پاکستان شاوخوا ۱۰۹ زره او ۶۰۰ ټنه ام صادر کړي وه، چې ۲۲ زره او ۵۰۰ ټنه افغانستان ته لېږدول شوي وه. په ۲۰۲۴ کې دا کچه ۲۸ زره او ۷۰۰ ټنو ته رسېدلې وه؛ خو سږ کال سره له دې، چې پاکستان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ام صادر کړي، افغانستان ته یې یو ټن ام هم نهدي لېږلي.
راپور زیاتوي، چې په ایران کې جګړې هم د سمندري لېږد رالېږد په بهیر کې د ګډوډۍ او د بار لېږد لګښتونو د لوړېدا له کبله خلیج هېوادونو ته د پاکستان د ام صادرات راکم کړي دي.
له همدې کبله متحده عربي اماراتو، چې د پاکستان د ام تر ټولو ستر بازار دی، صادرات کم شوي دي. که څه هم ایران او عمان ته صادرات زیات شوي؛ خو د نورو بازارونو زیانونه یې نهدي جبران کړي. د جولای تر شپږمې پاکستان یوازې ۴۲ زره او ۳۴۳ ټنه ام صادر کړي وه. په داسې حال کې، چې د تېر کال په همدې موده کې دا شمېر ۵۵ زره او ۶۸۴ ټنو ته رسېده.
د اقلیمي بدلونونو له کبله د تودوخې لوړېدل، نامنظم بارانونه، سخت توپانونه او د نباتي ناروغیو پراختیا د ام د حاصلاتو کیفیت او کچه هم راټیټه کړې ده.
د اقلیم بدلون د نباتي ناروغیو د پراخېدا لامل هم شوی دی. په سېند ایالت کې د ام د بدشکلۍ ناروغۍ پراخ زیانونه اړولي او بڼوالو د آفتوژونکو او فنګس ضد درملو لپاره ډېر لګښتونه کړي؛ خو مطلوبه پایله یې نهده ترلاسه کړې. له همدې کبله سږ کال د لوړ کیفیت لرونکوA درجې امو پر ځای د B او C درجې امو ونډه ډېره شوې ده.
پاکستاني کارپوهان اټکل کوي، چې په روان فصل کې د ام تولید له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې کم شوی دی.
د سېند ایالت بڼوال وایي، د صادراتو کمښت او د بیو ټیټېدا ان د تولید لګښتونه هم نهدي ورپوره کړي، چې له کبله یې د ام د بڼوالۍ د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
دغه راز د صادراتو کمښت، د کورني بازار د غوښتنې ټیټېدا او د تولیدي لګښتونو لوړېدل د بڼوالو ګټه ډېره کمه کړې ده او که دا بهیر همداسې دوام وکړي؛ د پاکستان د بڼوالۍ او مېوو د تولید صنعت به له جدي ګواښ سره مخ شي.
په پاکستان کې دننه هم د انفلاسیون او د خلکو د پېرلو ځواک د کمېدو له امله د امو غوښتنه راټیټه شوې، ځکه ډېرې کورنۍ د لوړ کیفیت مېوې د پېرلو وس نهلري.
راپورونه ښيي، چې د مېوو د بڼونو ټوله کرنیزه ځمکه هم کمه شوې ده. دغه کچه په ۲۰۱۳ مالي کال کې له ۰٫۸۰ میلیون هکټاره څخه په ۲۰۲۴ مالي کال کې ۰٫۶۹ میلیون هکټاره ته راټیټه شوې ده. ډېر بڼوال د اوږدمهالو بڼونو پر ځای هغو کلنیو فصلونو ته مخه کوي، چې ژر او ډاډمن عاید ورکوي.
کارپوهان سپارښتنه کوي، چې پاکستان باید د اقلیمي بدلون پر وړاندې د زغملو وړ د مېوو په ډولونو، د بڼونو په نوې مدیریت، د مېوو په پروسس او د صادراتي بازارونو په پراخولو کې پانګونه وکړي، چې د اقلیمي بدلونونو او د نړیوالې سوداګرۍ د بدلېدونکو شرایطو پر وړاندې خپل د بڼوالۍ سکټور سیال وساتي.