Connect with us

لوبی

د صحرا جام سیالیو په لړ کې افغانستان نامیبیا ته په ۶۴ منډو ماته ورکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-01-20-10h59m10s189

افغانستان له نامیبیا سره د کرکت لوبې پچه وګټله او ۱۶۷ منډې یې جوړې کړې.

د نامیبیا توپ وهنې پر مهال د ملي لوبډلې توپ اچوونکیو د سیالې لوبډلې توپ وهونکو ته د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ او د لوبې د پیل په شېبو کې يي د سیالې لوبډلې پېنځه مهم لوبغاړي په سوځولو بریالي شول.

نمیبیا لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۱۰۳ منډې یې جوړې کړې او په دې لوبه کې يي په ۶۴ منډو ماته وخوړه.

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې ټولو توپ اچوونکیو غوره توپ اچونه وکړه.

ملي کرکت لوبډلې د صحرا جام په دوه تېرو لوبو کې له عربي اماراتو او آیرلند څخه لوبې ګټلي دي.

Advertisement

لوبی

عینو مېنې په افغانستان اتلانو لیګ کې میوند ته ۱۰- ۲ ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۳)

د یکشنبې پر ورځ د افغانستان اتلانو لیګ په نهه‌پنځوسمه لوبه کې د عینو مېنې فوټبال لوبډلې میوند لوبډلې ته ۱۰ د ۲ پر توپیر ماتې ورکړه.

د عینو مېنې لوبغاړي احمد نبي مقدس له سیالې لوبډلې سره په لوبه کې پېنځه ګولونه ووهل او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

عبدالمجید خان دوه او ملګرو لوبغاړيو یې هر یو رحمان محمدي، عزیز احمدي او راشد نظري یو- یو ګول ترسره کړ.

د یکشنبې پر ورځ په دوه‌یمه لوبه کې اټک انرژۍ موج ساحل ته ۴ د صفر پر توپیر ماته ورکړه. د دې لوبې غوره لوبغاړی احمد نبي مقدس ونومول شو.

د دې کال لیګ تر پای ته رسېدو پورې له یوې اوونۍ لږ وخت پاتې دی، هر ګول لوبډلو ته ټاکونکی دی.

ټول دولس لوبډلې په دې لوبو کې برخه لري، چې د شنبې پر ورځ د اپریل پر ۲۰  پیل شوي.

تمه ده، چې دا لوبې د پنجشنبې پر ورځ د می پر درویشتمه پای ته ورسیږي.

د دوشنبې پر ورځ به دوه لوبې وګورئ؛ دواړه به د آریانا ټلویزیون له‌خوا پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې به سرخ پوشان خوافي د ماسپښین پر یوه بجه د ابو مسلم فراه لوبډلې سره مخ کیږي.

په بله لوبه کې استقلال کابل له سرسبز یاشلر سره درې نیمې بجې لوبیږي.

د سږکال په زړه پورې سیالۍ د افغانستان د فوټبال فډراسیون، آریانا ټلویزیون او ملاتړي ویکټور انرژي له‌خوا پر ګډ کوربتوب تر سره کیږي.

په ټول هېواد کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي هره ورځ د آریانا ټلویزیون له لارې د خپلې خوښې لوبډلې په لوبغاړي کې وکوري.

Continue Reading

لوبی

راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستوری راشد خان ارمان د شنبې پر ورځ د ثور نهه‌ویشتمه) په کابل کې د یو لړ مراسمو پر مهال د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر وپېژندل شو.

د هېواد کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان له څو کلونو وروسته د افغان بیسیم مخابراتي شرکت پر بلنه کابل ته راغلی او د شنبې پر ورځ د دغه شرکت د مسوولینو له‌خوا د افغان بیسیم د رسمي سوداګریز سفیر په توګه وپېژندل شو.

د راشد خان پر ویاړ په جوړو شویو مراسمو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري وايي، چې راشد خان له سوداګریز او معنوي اړخه د افغان بيسیم د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس ویلي؛ هڅه کوي، چې د ټول هېوادوال په لرې پرتو سیمو کې د لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

علي الله سروري زیاته کړې، د لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونه، نوې ټکنالوژي، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې انټرنیټ ته لاسرسی او کارموندنه د دغه شرکت له مهمو موخو څخه دي.

د کرکټ ملي لوبډلې غړی او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سوداګریز سفیر راشد خان وايي: دا لومړی ځل دی، چې د افغاني شرکت د سفیر په توګه ټاکل شوی یم؛ خو هڅه کوي، چې د کرکټ په ډګر کې د ځلیدو ترڅنګ خلکو او هېواد ته خدمت هم وکړي.

د افغانستان کرکټ د شل اوریزو لوبو د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان له څلور کلونو وروسته هېواد ته راستون او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.

Continue Reading

لوبی

سرخ پوشان خوافي او سرسبز یاشلر لوبډلې د پرونیو سیالیو ګټونکې شوې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د چارشنبې پر ورځ ( د غوایی شپږویشتمه ) د افغانستان اتلانو لیګ په یوپنځوسمه لوبه کې سرخ پوشان خوافي عدالت لوبډلې ته ۲ – ۱ ماتې ورکړه.

په دې زړه‌راکښونکې لوبه کې د سرخ پوشان خوافي لوبډلې غړی معرف محمدي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دغه راز د همدې ورځې په دوه‌یمه لوبه کې سرسبز یاشلر لوبډلې میوند ته ۵ پر ۳ ماتې ورکړه.

عنايت الله کوهي د سرسبز یاشلر لوبډلی غړی د ميدان غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د پنجشنبې په لوبو کې به موج ساحل له خراسان فاریاب سره او اټک انرژی به له عینو مېنې  سره مخ شي.

دا سیالۍ به له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپريږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!