تازه خبرونه

د صرافانو رييس: خلک په بانکي سېستم باور نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په غیر معیاري توګه د افغاني بانکنوټونو ساتلو د ځینو صرافانو او خلکو اندېښې را پارولې دي. د کابل د شهزاده سرای صرافان وایي، خلک د پیسو ساتنې په برخه کې بې غوري کوي او دا د دې لامل شوی چې افغاني بانکنوټونه ژر وراسته شي.

 په همدې حال کې ځینې کابل ښاریان له خلکو غواړي چې د پیسو په ساتنه کې چې ملي هویت دی، پاملرنه وکړي.

افغاني بانکنوټونه چې د هېواد ملي هویت بلل کېږي. په بازارونو کې له سطحي چلند سره مخامخ دي. ځینو خلکو افغاني بانکنوټونه سم نه دي ساتلي او ځینې نور بیا بهرنیو پیسو په ځانګړې توګه پاکستاني کلدارو ته زیات ارزښت ورکوي.

د شهزاده سرای د صرافانو رییس خان محمد وايي:

«زموږ بانکي نظام تر اوسه پورې باوري نه دی، له همدې امله ډېری خلک خپلې پيسې د ساتنې له پاره په يوه کنده کې ږدي، نو هلته خامخا ورستېږي، رنګ يې خرابېږي او زيانمنې کېږي.»

د دې ترڅنګ ځینې خلک حکومت تورنوي چې د پیسو ساتنې ته لازمه پاملرنه نه کوي.

خو د افغانستان بانک وایي، دا مهال یو سلو څلور نوي میلیارد افغانۍ د هېواد بازارونو کې دوران لري چې د ورستېدو یو دلیل یې دا دی چې د معاملو پر مهال پیسې ښکته پورته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت را لوېدلی او مسوولین وایي، دلایل یې ناامني او بهر ته د بهرنیو اسعارو وتل دی.

 

Trending

Exit mobile version