تازه خبرونه
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د ازبکستان له ولسمشر سره وکتل
دې وزارت د چارشنبې پر شپه( د غبرګولي یوولسمه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دواړو خواوو د خبرو پر مهال پر سوداګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورټ، لوژستیک، برښنا، کرنې او کانونو بحث او خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د پانګونې څلورم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره ولیدل او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو یې بحث او خبرې کړې دي.
دې وزارت د چارشنبې پر شپه( د غبرګولي یوولسمه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دواړو خواوو د خبرو پر مهال پر سوداګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورټ، لوژستیک، برښنا، کرنې او کانونو بحث او خبرې کړې دي.
دغه راز د پانګونې څلورم نړیوال کنفرانس په څنډه کې نورالدین عزیزي د ازبکستان د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ له وزیر لذیز قدرتوف سره لیدلي او د ترجیجي سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ په اړه یې دوه اړین سندونه لاسلیک کړي دي.
د ازبکستان ولسمشر د تاشکند پانګونې څلورم نړیوال کنفرانس ته د وینا پر مهال د افغانستان د سولهییز او دوامداره پرمختګ د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی او غوښتنه یې وشوه، چې دا موضوع د نړیوالې اجنډا په لومړیتوبونو کې ونیول شي.
هغه همدارنګه له اسلامي امارت سره د تعامل او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د انزوا د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.
