سوداگري

د صنایعو وزیر د ایکو په ۵ غونډه کې ګډون وکړ

دا غونډه، چې دغړو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو په ګډون جوړه شوې او پ اقتصادي همکاریو پراختیا، سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراختیا او ګډو پروژو پیاوړتیا راوڅرخېده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکیې د استانبول د پېنځمې اقتصادي همکاریو ټولنې(ایکو) د سوداګرۍ وزیرانو غونډې ګډون وکړ او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په پروژو کې یې د فعال ګډون لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار څرګند کړ.

دا غونډه، چې دغړو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو په ګډون جوړه شوې او پ اقتصادي همکاریو پراختیا، سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراختیا او ګډو پروژو پیاوړتیا راوڅرخېده.

په دې غونډه کې غړو هېوادونو د ایکو ټولنې د سوداګرۍ هوکړه‌لیک(ایکوټا) د تنظیم کولو سټراټیژۍ په ګډون د آزادې سوداګرۍ هوکړه لیک(ایف ټي اې) چوکاټ او د ۲۰۲۶-۲۰۳۵ لپاره د ایکو لس کلن پراختیایي لید تصویب کړ. دا اسناد راتلونکې اقتصادي همکارۍ، د آزادې سوداګرۍ پراختیا او د ګمرکي خنډونو کمولو لپاره لار اواروي.

همدارنګه د غونډې په څنډه کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د ترکیې له سوداګرۍ وزیر عمر پولات سره وکتل او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي، ترکي شرکتونو او ادارو پانګونې راجلبولو او د افغانستان د پنبې، تالک او ډبرو سکرو صادراتو آسانتیا په ګډون اړینو توکو بحث او خبرې وشوې. دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه یوه ګډه کاري ډله رامنځته شي.

د ایکو په غونډو کې د افغانستان فعال ګډون د صادراتو پراختیا، پانګونې جذبولو او د سیمې له ټرانزیټي ظرفیتونو څخه د ښه ګټې اخیستنې لپاره یو ارزښتناک فرصت ګڼل کیږي.

د اقتصادي همکاریو ټولنه (ایکو) یو لس کسیز بنسټ دی، چې د اقتصاد، سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ پر پیاوړتیا راڅرخیږي.

ویل کیږي، چې د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزیر د ترکیې د سوداګرۍ وزیر ته بلنه ورکړه، چې په مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي او د پانګونې او سوداګرۍ پراخ فرصتونه له نږدې وګوري.

 

Trending

Exit mobile version