تازه خبرونه

ملي امنیت: د طالبانو مشر ملا محمد عمر مړی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي؛ ملا محمد عمر دوه کاله مخکې په پاکستان کې مړ شوی.

د ملی امنیت ویاند حسیب صدیقي وایي چې د طالبانو مشر ملا عمر په ۲۰۱۳ کار کې د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې مړ شوی.

نوموړی وایي؛ ځینو بهرنیو ادارو هم د ملا عمر مړینه تایید کړې.

نږدې دوه کاله مخکې هم د ملا عمر د مړینې رپوټونه خپاره شول.

د استخباراتي چارو یو کار پوه جاوید کوهستاني وايي چې له ده سره کره شواهد شته چې ملا محمد عمر دوه کاله مخکې مړ شوی دی.

د استخباراتي کار پوه – جاوید کوهستاني:

د هغو موثقو اطلاعاتو پر بنسټ چې ما لرل؛ ما د ملا محمد عمر مرګ په ملي آرمان ورځپاڼه کې اعلان کړ او په تېرو کلونو کې مو هم په ځلونو ویلي چې ملا محمد عمر نور ژوند نه لري؛ خو له بده مرغه زموږ استخبارات او امنیتي ادارې د دې مسلې په اړه بې تفاوته وو او غبرګون یې نه درلود.

د طالبانو یو پخوانی چارواکی وايي چې د ملا محمد مړینه هغه وخت د تاييد وړ ده چې وسلوال طالبان یې پخلی وکړي.

دغه پخوانی طالب چارواکی وايي چې که ملا عمر مړ شوی هم وي، د هغه مړینه دسولې په روانو خبرو او روانې جګړې کومه اغیزه نه کوي.

پخوانی طالب چارواکی – سید اکبر آغا:

زه خپله دا د قناعت وړ نه بولم او د دې خبرې د تایید له پاره د قاعت وړ تایید د طالبانو له خوا تایید بولم. نو که داسې فرض کړو چې ملا عمر وژل شوی؛ زه فکر کوم چې دا کار به د سولې په برخه کې ډير تاوان ونه رسوي.

د وسلوالو طالبانو رهبر ملا محمد عمر تصویري رسنیو کې هیڅ نه دی ښکاره شوی، خو وسلوالو طالبانو د هغه په نوم د تیر کوچني اختر په مناسبت هم یو پیغام خپور کړ.

 

Trending

Exit mobile version