لوبی
د غازي امان الله خان د ۲۰۲۳ سیمهيیز الف نوملړ سیالۍ پیل شوې
د یکشنبې پر ورځ په ننګرهار ولایت کې د غازي امان الله خان ۲۰۲۳ سیمهییز الف نوملړ تورنمنت شپږم پړاو پیل شو.
د دغو سیالیو د پرانیستې مراسمو کې، چې نن سهار په یاد لوبغالي کې ترسره شول؛ د افغانستان کرکت بورد د عمومي رییس میرویس اشرف په ګډون د کورني کرکت څانګې مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي، د اتصالات افغانستان او ملي رادیو تلویزیون استازیو او ګڼ شمېر نورو میلمنو شتون درلود.
د افغانستان کرکت بورد په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دغو پنځوس اوریزو سیالیو کې پېنځه غوره سیمهییزې لوبډلې د دوه پړاوونو پر بڼه سیالي کوي، چې دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر پر شلمه د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکت لوبغالي کې پایلوبې ته لار ومومي.
په نننۍ پرانیستونکې لوبه کې دفاعي اتله لوبډله مس عینک زون له آمو زون سره مخ کیږي. نورې درې لوبډلې سپین غر، بند امیر او بست دي.
په دې تورنمنت او سیالیو کې به د فاینل په ګډون ۲۱ لوبې ترسره شي.
دغه سیالۍ د کورني کرکت د جوړښت یوه لویه برخه ده او په افغانستان کې د لوبغاړیو او لوبې په وده کې مرسته کوي. د افغانستان کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ دا د شین افغانستان له یو ورځنیي جام وروسته د کال دوهیم الف نوملړ سیالۍ دي، چې د روان کال په می میاشت کې ترسره شوې.