Connect with us

لوبی

د غازي امان الله خان د ۲۰۲۳ سیمه‌يیز الف نوملړ سیالۍ پیل شوې

خپور شوی

د

د یکشنبې پر ورځ په ننګرهار ولایت کې د غازي امان الله خان ۲۰۲۳ سیمه‌ییز الف نوملړ تورنمنت شپږم پړاو پیل شو.

د دغو سیالیو د پرانیستې مراسمو کې، چې نن سهار په یاد لوبغالي کې ترسره شول؛ د افغانستان کرکت بورد د عمومي رییس میرویس اشرف په ګډون د کورني کرکت څانګې مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي، د اتصالات افغانستان او ملي رادیو تلویزیون استازیو او ګڼ شمېر نورو میلمنو شتون درلود.

د افغانستان کرکت بورد په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دغو پنځوس اوریزو سیالیو کې پېنځه غوره سیمه‌ییزې لوبډلې د دوه پړاوونو پر بڼه سیالي کوي، چې دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر پر شلمه د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکت لوبغالي کې پایلوبې ته لار ومومي.

په نننۍ پرانیستونکې لوبه کې دفاعي اتله لوبډله مس عینک زون له آمو زون سره مخ کیږي. نورې درې لوبډلې سپین غر، بند امیر او بست دي.

په دې تورنمنت او سیالیو کې به د فاینل په ګډون ۲۱ لوبې ترسره شي.

دغه سیالۍ د کورني کرکت د جوړښت یوه لویه برخه ده او په افغانستان کې د لوبغاړیو او لوبې په وده کې مرسته کوي. د افغانستان کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ دا د شین افغانستان له یو ورځنیي جام وروسته د کال دوه‌یم الف نوملړ سیالۍ دي، چې د روان کال په می میاشت کې ترسره شوې.

 

لوبی

د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام؛ افغانستان له ایران څخه ۹ پر ۲ ماتې وخوړه

ایران، چې د دغو سیالیو څلور ځله اتل شوی؛ په« بان نام خِم» ساحلي لوبغالي کې پر لوبه بشپړ برلاسی شو او رضا دیري د درې ګولونو پر وهلو د خپلې لوبډلې په دې ستره بریا کې مهم رول ولوباوه.

Published

on

 

نن پنجشنبه( د لړم اته‌ویشتمه) د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ز.کال د تایلینډ د آسیاملتونو ساحلي فوټبال جام په خپله لومړۍ لوبه کې د سیالیو له اتل ایران څخه ۹ پر ۲ ماتې وخوړه.

ایران، چې د دغو سیالیو څلور ځله اتل شوی؛ په« بان نام خِم» ساحلي لوبغالي کې پر لوبه بشپړ برلاسی شو او رضا دیري د درې ګولونو پر وهلو د خپلې لوبډلې په دې ستره بریا کې مهم رول ولوباوه.

محمد بهادري د افغانستان دواړه ګولونه ووهل.

افغانستان به خپله دوه‌یمه لوبه د شنبې پر ورځ له لبنان سره ترسره کړي.

Continue Reading

لوبی

آریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي دغه مراسم پنجشنبه( د لړم اته‌ویشتمه / د نومبر نولسمه) د کابل پر وخت د مازیګر پر ۴:۳۰ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۸, ۱۴۰۵

 

د آسیا فوټبال کنفډراسیون – ۲۰۲۶بانکوک د جایزو مراسم پنجشنبه( د لړم اته‌ویشتمه / د نومبر نولسمه) ترسره کېږي، چې په کې به د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ آسیا فوټبال غوره لوبغاړو، روزونکو او بنسټونو ته جایزې ورکړ شي.

د دغو کلنیو مراسمو دېرشم پړاو د تایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې د« آکسرا کینګ پاور» په ټیاتر کې ترسره کېږي. دا مراسم به د کابل پر وخت د مازیګر پر ۴:۳۰ پیل شي.

آریانا راډیو ټلویزیون به دغه مراسم په ټول افغانستان کې پر ژوندۍ بڼه خپاره کړي، چې د هېواد فوټبال مینه‌وال وکولی شي د آسیا فوټبال دغه مهم مراسم پر ژوندۍ بڼه وګوري.

په دې مراسمو کې به د آسیا فوټبال د ۱۹ بېلابېلو برخو غوره څېرې او بنسټونه وستایل شي. دا برخې د لوبغاړو انفرادي لاسته راوړنې، روزنه، د فوټبال بنسټیز پرمختګ او د آسیا فوټبال کنفډراسیون د غړیو او سیمه‌ییزو فډراسیونونو فعالیتونه رانغاړي.

د دغو مراسمو له مهمو برخو څخه یوه د آسیا د کال غوره لوبغاړي جایزه ده، چې د سعودي عربستان لوبغاړی سالم الدوسري چانس ترې د درېیم ځل لپاره برخمن کیږي او د دې جایزې پر ګټلو به د آسیا د فوټبال په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شي، چې دغه جایزه درې ځله ګټي.

الدوسري، چې د آسیا د کال غوره لوبغاړي له جایزې دفاع کوي؛ د دغې جایزې د ګټلو لپاره له خپل هېوادوال فراس البریکان او د ایران د ملي لوبډلې له ګول ساتونکي علیرضا بیرانوند سره سیالي کوي.

د دغو مراسمو کوربه‌توب به د تایلینډ دوه ویاندویان، اوتسادا پانیچکول او جیرادا یوهارا کوي.

دا مراسم به له داسې هنري پروګرام سره پیل شي، چې د تایلینډ دودیز کلتور له معاصر هنر سره یوځای کوي.

په دغو مراسمو کې د آسیا الماس جایزه د نرینه‌وو او ښځینه‌وو د فوټبال د کال غوره روزونکي جایزې، د آسیا د کال غوره فوټسال لوبغاړي جایزه او د آسیايي فوټبال کنفډراسیون د رییس جایزه د بنسټیز فوټبال د پراختیا لپاره هم شاملې دي.

دغه راز د آسیا د نرینه‌وو او ښځینه‌وو د کال غوره ځوان لوبغاړي او له آسیا بهر د لوبېدونکو غوره آسیايي نرینه او ښځینه لوبغاړو څلور نورې جایزې به هم اعلان شي؛ خو دغه جایزې به په یو لړ نورو مراسمو کې ورکړ شي.

د آسیا فوټبال کنفډراسیون جایزې د دې لویې وچې د فوټبال له مهمو کلنیو مراسمو څخه دي، چې په کې یې د فوټبال د ډګر او له هغه بهر د پام وړ لاسته راوړنو او فعالیتونو ستاینه کېږي.

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي دغه مراسم پنجشنبه( د لړم اته‌ویشتمه / د نومبر نولسمه) د کابل پر وخت د مازیګر پر ۴:۳۰ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

Continue Reading

لوبی

زیمبابوی په دوه‌یمه ټسټ لوبه کې افغانستان ته د ۵۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

زیمبابوی په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ منډې وکړې او په دوه‌یمه کې یې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدا ۲۹۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۱۸ منډو هدف وټاکه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۷, ۱۴۰۵

 

د زیمبابوی د کرکټ ملي لوبډلې په دوه‌یمه ټسټ لوبه کې له یوې نږدې او په زړه پورې سیالۍ وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۵۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

زیمبابوی په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۳۹ منډې وکړې او په دوه‌یمه کې یې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدا ۲۹۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۱۸ منډو هدف وټاکه.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ منډې وکړې او په دوه‌یمه کې یې ښه لوبه وکړه او ۳۶۰ منډې یې جوړې کړې؛ خو په پای کې یې هدف پوره نه‌کړ او د ۵۷ منډو پر توپیر یې له زیمبابوې ماتې وخوړه.

له دې سره، زیمبابوی په دوه‌یمه ټسټ لوبه کې بریا خپله کړه؛ افغانستان هم د دوه‌یمې پاڼۍ له غوره توپ‌وهنې سره- سره ونه‌شو کولی ټاکل شوی هدف پوره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!