سیمه ییز خبرونه

د غربي تبلیغاتي جګړې د مخنیوي لپاره له ټولنیزو رسنیو کار واخلئ – ندا محمد ندیم

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم د هېواد د ختیځ زون د دولتي او خصوصي تعلیمي موسسو له زدکړیالانو (محصلینو) سره په کتنه کې له هغو وغوښتل، چې د پردیو د تبلیغاتي جګړې پر وړاندې په مبارزه کې له خپلو ټولنیزو رسنیو کار واخلي او د لویدیځ د شومو اهدافو مخه ونیسي.

ندا محمد ندیم ننګرهار ولایت ته په خپل کاري سفر کې د هېواد د ختیځ زون د دولتي او خصوصي ښوونیزو بنسټونو له استادانو او محصلینو سره وکتل.

په دې کتنه کې ندا محمد ندیم د یاد زون محصلینو ته د یووالي بلنه ورکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د خپل علم او مسلک له لارې خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.

د لوړو زدکړو وزیر محصلینو ته په وینا کې په ډاګه کړې؛ د دې هېواد راتلونکی او د نورو له اقتصادي انحصاره یې ژغورنه ستاسې مسوولیت دی او د دې مسوولیت د ترسره کولو لپاره د ساینس او ​​پوهې په ترلاسه کولو کې پوره هڅې وکړئ.

دغه راز د لوړو زدکړو وزير محصلينو ته د لويديځ فکري جګړې ته هم نغوته او اشاره وکړه او له هغوى يې وغوښتل، چې د خپل نظام د پياوړتيا لپاره کار وکړي او د بهرنيانو د شومو طرحو ښکار نشي.

نوموړي همدا راز د هېواد محصلینو او استادانو ته ډاډ څرګند کړ، چې پخپل ټول توان به له شته امکاناتو ګټه پورته او د ستونزو د اوارۍ او د ښه تحصیلي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version