سیمه ییز خبرونه
د غزني تاريخي موزيم به پرانستل شي
د كابل د ملي موزيم مسوولين، چې د غزني ولايت د تاريخي موزيم د پرانستې په موخه تللي وايي:
د دغه موزيم اړوند تاريخي توكې كلونه كلونه په ديپوگانو كې ايښودل شوي، خو په سمه توگه نه دې ساتل شوي.
د كابل د ملي موزيم د آرشيف امر یحی محب زاده وايي:
هڅه كوو، چې دغه تاريخي توكي ديتابيس او د ۲۰۱۳ م كال جشن ته يې چمتو كړو.
پرېكړه شوې، چې د غزني د اطلاعاتو او فرهنگ رياست په نوې ودانۍ كې د غزني ولايت موزيم پرانيزي.
د غزني والي محمدموسی اکبرزاده وايي، چې:
زرگونه قلمه نور تاريخي توكې د غزنې د سردار تپې په سيمه كې خوندي پاتې دي.
نوموړى زياتوي:
په پام كې ده، چې دغه تاريخي آثار هم راووايستل شي او په دې ودانۍ كې ځاى په ځاى شي.
د ملي موزيم د چارواكو په ونيا:
په غزنې كې د موزيم د نه شتون له كبله د غزني شاوخوا لس زره قلمه لرغونې توكي د كابل په موزيم كې ساتل كيږي.
دوى وايي، د موزيم له پرانستې سره به دغه ټول تاريخي توكې د ۲۰۱۳ م كال په جشن كې د نړيوالو سيلانيانو نندارې ته وړاندې كړي.