تازه خبرونه

د غزني ولایتي شورا د کابل- غزني د لویې لارې پر خراب وضعیت اندېښمنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غزني د ولایتي شورا د بېخبنا سکتور او طبیعي سرچینو مسوولین د کابل- غزني د لویې لارې په خراب وضعیت اندېښنه ښیي، چې په وینا یې د لوړ تناژ موترو تګ راتګ دا لار نوره هم خرابه کړې ده.

د کابل – کندهار لویه لار، چې د غزني ښار د روضې له کلي تېره شوې؛ په سلګونه میلیون دالر لګښت پرې راغلی؛ خو  پر دې لار د لوړ تناژ موټرو تګ راتګ  سړک تخریب کړی او د سړک په ځینو برخو کې کندې او لښتي جوړشوي، چې هره شېبه پرې د ترافیکي پیښو شونتیا شته.

د غزني د ولایتي شورا د بېخبنا سکتور او طبیعي سرچینو رییس غلام سخي زابلی وایي، څو ځله په دې اړه اړوند چارواکو ته شکایت شوی؛ خو چا ورته پاملرنه نه ده کړې.

د اړوند سیمې ځینې اوسیدونکي له دې سړک څخه پر ناسمې استفادې نیوکه کوي او وایي، دا د خلکو په حق کې ستر ظلم او جفا ده.

د غزني د فواید عامې رییس محمد آصف زهین وایی، چې ډېر ژر به د لوړ تناژ لرونکیو موترو د کنترول له پاره تله ولګول شي.

ویل کیږي، چې پر سړکونو د لوړ تناژ لرونکیو موترو تګ راتګ نه یوازې په غزني، بلکې نورو سیمو کې هم پراخ روان دی.

Trending

Exit mobile version