Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د غزې جګړې له پای ته رسېدو سره په منځني ختیځ کې د سولې نوې پېر پیل شو

دې تړون په سیمه کې له لسیزو راپدېخوا له خونړیو او ویجاړونکو شخړو څخه یوه هغه پای ته ورسوله؛ هغه جګړه، چې له ۶۸ زره څخه ډېر فلسطینیان په کې ووژل شول او د غزې تړانګې ډېره برخه کنډواله او یجاړه شوه.

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ( د تلې یوویشتمه) د غزې د دوه کلنې جګړې پای ته رسېدا اعلان کړه؛ حماس د نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د اوربند د یوې برخې په توګه وروستي ژوندي پاتې شوي اسرائیلي یرغمل خوشې کړل.

دې تړون په سیمه کې له لسیزو راپدېخوا له خونړیو او ویجاړونکو شخړو څخه یوه هغه پای ته ورسوله؛ هغه جګړه، چې له ۶۸ زره څخه ډېر فلسطینیان په کې ووژل شول او د غزې تړانګې ډېره برخه کنډواله او یجاړه شوه.

ټرمپ د اسرائیلو پارلمان (کنیسټ) ته په خپله وینا کې ویلي: “آسمان ساه واخیسته، ټوپک غلی دی، زنګونه چپ دي او لمر په یوه مقدسه ځمکه کې وړانګې خپرې کړي، چې په پایله کې یې د سولې خوند واخیست.”

هغه دا معامله د “اسرائیلیانو او فلسطینیانو لپاره د ځنډیدلې معجزې” په توګه تشریح کړه.

د سولې له تړون وروسته د اسرائیلو پوځ تائید کړه، چې پاتې شل یرغمل شوي کسان د سره صلیب پر همکارۍ سپارل شوي دي. په تل ابیب کې د یرغمل شویو کورنیو د خوښۍ اوښکې تویولې او د له هغوی یې تود هرکلی وکړ.

دغه راز زرګونو فلسطینیانو په خان یونس کې خوشې شويو بندیانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د “بریا” پر غږ پورته کولو له هغو هرکلی وکړ.

د اسراییلي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په خوشې شویو بندیانو کې ۱۷۰۰ کسان شامل ول، چې په غزه کې د پوځي عملیاتو پرمهال نیول شوي وه او ۲۵۰ نور د امنیتي جرمونو پر تور د اسراییلو په زندانونو کې بندیان ول. حماس هم څلور تابوتونه وسپارل، چې د اسرائیلي یرغمل شویو جسدونه په کې ول.

دغه راز ټرمپ د مصر په شرم الشیخ ښار کې د مصر، قطر او ترکیې د ولسمشرانو په ګډون له ۲۰ څخه د زیاتو نړیوالو مشرانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړ او د “منځني ختیځ د سولې خبرتیا” یې لاسلیک کړه او ژمنه وشوه، چې امریکا به د غزې د بیارغونې او تلپاتې سولې ساتلو لپاره کار کوي.

هغه وویل: “اوس د بیارغونې وخت دی او دا زما د ژوند ترټولو لویه معامله ده.”

د جګړې له پای ته رسېدو سره – سره لویې ننګونې پاتې دي. د ۲۶ یرغمل شویو جسدونه اوس هم ورک دي او مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې سلګونه زره فلسطیني کډوال د لوږې او ناروغۍ له خطر سره مخ دي.

په لویدیځه غاړه کې هم تاوتریخوالی روان دی او د میشت ځایونو او ښارګوټو پراخول کولی شي د سولې هڅې له خطر سره مخ کړي.

شنونکي په دې باور دي، چې د غزې د جګړې پای ته رسېدل په منځني ختیځ کې د پراخې سولې لپاره یوه پیلامه کېدی شي.

ټرمپ ان د “ایران او اسراییل ترمنځ د اړیکو عادي کولو” امکان په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: “ښایي دا به د منځني ختیځ لپاره د نوي پېر پیل وي.”

د شخړې د دواړو خواوو د خلکو لپاره خوښۍ او غمونه څنګ په څنګ روان دي؛ په اسرائیل کې د خوشې شویو یرغمل شویو کورنیو نندارې جوړې کړې او په غزه کې، میندې د کنډوالو تر څنګ خپلو ماشومانو ته ښه راغلاست وايي. په داسې حال کې، چې ښار اوس هم وینه او ایره تنفس کوي.

سیمه ییز خبرونه

امریکا د ایران له وسلو برابروونکو سره د تړاو له کبله ۱۳ کسان او بنسټونه تحریم کړل

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

Published

on

د امریکا حکومت د سې‌شنبې پر ورځ د ۱۳ هغو کسانو او بنسټونو پر وړاندې د نویو بندیزونو اعلان کړی، چې ایران ته د وسلو او اړینو پرزو په برابرولو کې ښکېل ول.

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

دا بندیزونه د ډونالډ ترمپ د ادارې د هغې هڅې په لړ کې لګېدلي، چې پر ایران اقتصادي فشار زیات کړي او دې هېواد ته د وسلو د برابرولو بهیر محدود کړي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، واشنګټن به د هغو کسانو پر نښه کول او منزوي کول روان وساتي، چې د ایران د پوځي اړتیاوو په برابرولو کې مرسته کوي. د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي، د دغو بندیزونو موخه د ایران د وسلو د پروګرامونو د بیا رغولو وړتیا کمول او د وسلو له برابرولو سره د همکارۍ لګښت زیاتول دي.

په هغو اشخاصو او ادارو کې، چې بندیزونه پرې لګول شوي؛ د ایران د دفاع وزارت او په بیجینګ کې د وسله والو ځواکونو د ملاتړ استازی، په ایران کې د کاوشکام آسیا د څېړنې او پراختیا ګروپ، په هانګ کانګ کې د ای سي موجو ټکنالوژۍ استازی او همدارنګه په پاکستان کې د دفاعي شرکت کیویلیر ګروپ رییس واصف پاشا تجمل شامل دي.

همدارنګه د “A.S. Yakovlev” پر نوم د الوتکو ډیزاین دفتر او د روسیې د بار وړلو شرکت “MG-Flot LLC”، د ایران هوايي شرکت “Saha Airlines” او څو نور اشخاص او ادارې د امریکا د بندیزونو په نوي نوملړ کې شامل شوي دي.

د مشورتي شرکت اوبسیډین ریسک اډوائزرز رییس بریټ ایرکسن ویلي، چې دا اقدام ممکن په هرمز تنګي کې د توغندیو او ډرونونو کارولو لپاره د ایران پر وړتیا محدود اغېز ولري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل

د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.

Published

on

امریکايي او ایراني چارواکو د دوشنبې پر ورځ د اووه میاشتني جنګ د پای ته رسولو لپاره د نویو هڅو په لړ کې له منځګړو سره بېل بېل غږېدلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د اوربند او په هرمزتنګي کې د بېړۍ‌چلونې د لارې د بیا پرانیستلو په اړه د خپلو شرطونو په تړاو د امریکا ځواب ته سترګې پر لار دی.

نوموړي ټینګار کړی، که واشنګټن د سوله‌ییزې حللارې په لټه کې وي؛ ایران خپل وړاندیز وړاندې کړی دی.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تائید کړې، چې امریکايي چارواکو د دوشنبې پر ورځ له منځګړو سره خبرې کړې دي.

ټرمپ له دې مخکې ویلي وه؛ تمه ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې به روانه اوونۍ روانې وي.

د ایران په وړاندیز کې د نښتو درول، د ځینو بندیزونو او د تېلو اړوند محدودیتونو لرې کول، د ایران د شتمنیو ازادول او د هرمز تنګي بیا پرانیستل شامل دي.

تهران ویلي، د دغې اړینې بحري لارې بیا پرانیستل به د شرطونو له پوره کېدا سره تړاو ولري؛ خو د دواړو لوریو دریځونه اوس هم سره توپیر لري او د نویو ډیپلوماټیکو هڅو پایله تر اوسه روښانه نه‌ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هند او نیپال کې د سېلابونو او ځمکښویېدنې له کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شول

هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلاب‌ځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.

Published

on

د هند او نیپال په ځینو سیمو کې سختو بارانونو او توپانونو سېلابونه او ځمکښویېدنې رامنځته کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شوي دي.

هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلاب‌ځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.

په نیپال کې هم چارواکو د ۱۴ کسانو د مړینې او د ۱۱ نورو له ورکېدا خبر ورکړی دی.

د دغه هېواد چارواکو له ۷۷ ولسوالیو څخه په ۴۹ ولسوالیو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د ګنګ، ګنډک، کوسي او باګمټي په ګډون د څو لویو سیندونو د اوبو کچې لوړېدا هم د سېلابونو د پراخېدا اندېښنې زیاتې کړې دي.

د نیپال په ځینو سیمو کې د برښنا لېږدولو مزو او نوري فایبر ته د زیان رسېدا له کبله برښنا او مخابراتي اړیکې هم ګډې وډې شوې دي. همدارنګه، په یوه بله پېښه کې د مانانګ ولسوالۍ د هیملونګ همال د اصلي کمپ تر څېرمه د واورې ښویېدنې له رامنځته کېدا وروسته ۱۰ ځايي کارګر ورک شوي دي.

د هند او نیپال چارواکي د سېلابونو او ځمکښویېدنو له کبله د اوښتو زیانونو د ارزونې او د مرستو رسولو عملیات روان ساتلي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!