نړۍ

د غزې په روغتون کې اسرائیلو د ۵ خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل

د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي؛ د رویټرز قراردادي انځور اخیستونکی حسام المصري په لومړي برید کې د رویټرز ژوندۍ خپرونې ته نږدې ووژل شو.

Published

on

اسرائیلو د دوشنبې پر ورځ د غزې د سویل پر ناصر روغتون برید وکړ، چې په کې د رویټرز، اسوشیټیډ پرس، الجزیرې او نورو خبري سرچینو د ۵ خبریالانو په ګډون لږترلږه ۲۰ کسان ووژل شول.

د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي؛ د رویټرز قراردادي انځور اخیستونکی حسام المصري په لومړي برید کې د رویټرز ژوندۍ خپرونې ته نږدې ووژل شو.

د روغتون چارواکو او عیني شاهدانو ویلي، چې اسرائیلو بیا ځلي پدې ځای برید وکړ؛ نور خبریالان او همدارنګه د ژغورنې کارمندان او طبي کارکوونکي یې ووژل، چې د مرستې لپاره سیمې ته ورغلي وه.

په وژل شویو خبریالانو کې مریم ابو دقه، چې د اسوشیټیډ پرس او نورو رسنیو لپاره یې آزاد کار کاوه؛ محمد سلامه، چې د قطر میشتې خپرونې الجزیرې لپاره یې کار کاوه، معاذ ابو طه آزاد ژورنالیست، چې د رویټرز په ګډون له څو خبري بنسټونو سره یې کار کاوه او احمد ابو عزیز نومونه راغلي دي.

دغه راز انځورګر حاتم خالد، چې د رویټرز قراردادي هم و؛ ټپي شو.

د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې اسرائیل ډېر خواشیني دي او دا یې “غمجنه پېښه” یاده کړې ده.

هغه ویلي، چې اسرائیل د خبریالانو او طبي کارمندانو کار ته ارزښت ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسرائیل جګړه له حماس سره ده.

د اسرائیلو پوځ او د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د ناصر روغتون پر اړوند سیمه برید ومانه او څرګندوي، چې ستردرستیز د پلټنې امر کړی دی.

د اسرائیلو دفاعي ځواک “د ناښکېلو اشخاصو لپاره د هر ډول زیان په اړه خواشیني دي او خبریالان پدې ډول نه پر نښه کوي. اسرائیلي دفاعي ځواک د اسرائیلي ځواکونو د خوندیتوب ساتلو په وخت کې د ناښکېلو اشخاصو د زیان کمولو لپاره عمل کوي.”

د رویټرز ویاند په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: “مونږ نن سهار د غزې په خان یونس کې پر ناصر روغتون باندې د اسراییلو په بریدونو کې د انځوراخیستونکي او د رویټرز د قراردادي حسام المصري د وژل کېدو پر خبر ډېر خواشینی شوو. معاذ ابو طحه، یو آزاد ژورنالیست و، چې کار یې کله ناکله راپورونه د رویټرز لخوا هم خپرېدل؛ ووژل شو او د رویټرز قراردادي انځور اخیستونکی حاتم خالد ټپي شو.”

نوموړي زیاته کړې: “مونږ د نورو بېړنیو معلوماتو په لټه کې یوو او د غزې او اسرائیلو له چارواکو مو غوښتنه کړې، چې د حاتم خالد په درملنه کې له مونږ سره مرسته وکړي.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غبرګون په اړه خپله نارضایتي څرګنده کړې ده.

هغه په ​​سپینه ماڼۍ کې له یوه خبریال څخه وپوښتل ؛ “دا کله پېښ شول؟ “زه ترې نه‌پوهیدم. ښه! زه د دې موضوع په اړه خوښ نه‌یم. نه‌غواړم هغه ووینم. دغه راز باید دا ټول خوب پای ته ورسوو.”

دغه راز اسوشیټیډ پرس ویلي، چې د ابو دغا او نورو خبریالانو د مړینې خبر حیران او خواشینی” کړو.

سرچینې زیاته کړې؛ ابو دغا تل د پوښښ لپاره روغتون ته تللی و، چې په دې وروستیو کې د لوږې او خوارځواکو ماشومانو له کیسو یې راپور ورکړی دی.

د اسرائیلو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د فلسطین ولسمشرۍ له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا او ملګرو ملتونو څخه وغوښتل، چې د خبریالانو امنیت دې داډمن کړي او اسرائیل دې د دې هر څه مسوول وګڼي.

د فلسطین د خبریالانو ټولنې د اسرائیلو د بریدونو غندنه وکړه او څرګندوي؛ دا “د آزادو رسنیو پر وړاندې یوه ښکاره جګړه ده، چې موخه یې خبریالان ډارول او نړۍ ته د جرمونو د افشا کولو د مسلکي دنده د ترسره کولو مخنیوی دی”.

دې ټولنې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د جګړې له پیل راپدېخوا په غزه کې د اسرائیلو د ډزو له کبله له ۲۴۰ څخه ډېر فلسطیني خبریالان وژل شوي دي.

دغه راز د دوشنبې پر ورځ د ناصر روغتون ډاکټرانو ویلي، چې د خان یونس د مواسي سیمې د خیمې په یوه کمپ کې د اسرائیلو پر ډزو ځایي خبریال حسن دوهان ووژل شو او نور خلک یې ټپیان کړل.

دوه اوونۍ مخکې اسرائیلو د الجزیرې مشهور خبریال انس الشریف او څلور نور خبریالان په یوه برید کې ووژل. په هغه برید کې اسرائیلو د شریف پر نښه کول ومنل او څرګندوي، چې هغه د حماس وسلوالې ډلې لپاره کار کاوه، چې دې رسنۍ رد کړ.

ویل کیږي، چې رویټرز په غزه کې له ناصر روغتون بېلابېل انځورونه خپاره کړي دي.

Trending

Exit mobile version