نړۍ
د غزې په شمال کې د خوراکي توکو د مرستې د ترلاسه کولو پر مهال ۶۷ فلسطینیان ووژل شول
رویټرز د یکشنبې د ورځې د پېښې په اړه څرګنده کړې، چې د خوړو د وېش پر کتار د اسرائیلو د بریدونو له برید رامنځته شوې مرګ او ژوبله ترټولو زیاته وه.
د غزې روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د غزې په شمال کې د خوړو د وېش پر مهال کتار لږ تر لږه ۶۷ فلسطینیان د اسرائیلو د برید له کبله ووژل شول او لسګونه نور ټپیان دي او دغه راز په جنوبي غزه کې هم د مرستو د وېش ځای ته نږدې ۳۶ نور کسان وژل شوي دي.
رویټرز د یکشنبې د ورځې د پېښې په اړه څرګنده کړې، چې د خوړو د وېش پر کتار د اسرائیلو د بریدونو له برید رامنځته شوې مرګ او ژوبله ترټولو زیاته وه.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د دوی ځواکونو د یکشنبې پر ورځ د غزې په شمال کې د زرګونو خلکو پر ګڼه ګوڼه د بېړني ګواښ له احساس کولو وروسته څو هوايي ډزې وکړې. دې پوځ د یکشنبې د ورځې مرګ او ژوبله هم مبالغه وبلله او څرګندوي، چې سرتېري ” د بشري مرستو پر لېږدونکو موټرو پرته له دلیله ډزې نهکوي.”
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د خوراکي توکو د مرستې د لېږدونکو ۲۵ لاریو کاروان له رسیدو سره سم ” وږو ملکي وګړو ” د موټرو پرلوري رامنډه کړه، چې تر برید لاندې راغلل.
د یاد پروګرام د خبرپاڼې له مخې: “د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې د بشري مرستو په لټه کې د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی په بشپړ ډول د منلو وړ ندی.”
د حماس یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، چې حماس په غزه کې د ملکي وګړو پر مرګ او ژوبله او د لوږې له کبله پر رامنځته شوي ناورین غمجنه دی او کولی شي په قطر کې د اوربند پر روانو خبرو اترو اغېزه وکړي.
د غزې روغتیایي چارواکو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ د اسرائیلو د ډزو او هوایي بریدونو له کبله په ټوله تړانګه کې ۹۰ کسان وژل شوي دي.
د غزې ډېری برخې ۲۱ میاشتنیوو جګړو ویجاړې کړې دي او د بندیزونو له کبله لوږه نوره هم زیاته شوې ده.
د فلسطین روغتیایي چارواکو زیاته کړې؛ روغتونونه له هغو ناروغانو څخه ډک دي، چې د لوږې له کبله پر سر درد او کمزورۍ اخته شوي او دا وېره یې رامنځته کړې، چې سلګونه کسان به یې ډېر ژر ساه ورکړي.
د غزې روغتیا وزارت وایي: “مونږ خبرداری ورکوو، چې د سلګونه خلکو فزیکي ځواک کم شوی او د لوږې له کبله د مرګ له خطر سره مخ دي.”
ملګرو ملتونو هم د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې ملکي وګړي له لوږې مړه شوي او بېړنيو نورو مرستو ته اړتیا لري.
د غزې اوسیدونکو رویټرز ته ویلي، چې د اوړو په څېر لومړني خواړه موندل ناممکن دي.
د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د جګړې پرمهال لږ تر لږه ۷۱ ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي او ۶۰ زره نور د خوارځواکۍ له نښو نښانو سره مخ دي.
دغه راز دې وزارت د یکشنبې پر ورځ وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ کسان د لوږې له کبله مړه شوي دي.
د خوړو کمښت د غزې د نفوس، چې له دوه میلیون څخه ډېر دي؛ بیې ډېرې لوړې کړې دي.
ډېرو خلکو رویټرز ته ویلي، چې دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو وخت یا هیڅ خواړه ندي خوړلي.
یو نرس ویلي: “د پېنځه ماشومانو د پلار پهتوګه؛ سهار وختي له خوبه پاڅیږم، چې خواړه او حتی د وچې ډوډۍ یوه ټوټه پیدا کړم؛ خو ډېری وختونه مې هڅې بې ګټې شي.
هغه رویټرز ته څرګنده کړې: “هغه خلک، چې د بمونو له کبله نهمري؛ د لوږې له کبله به مړه شي. مونږ همدا اوس د دې جګړې پای غواړو، اوربند غواړو، حتا د دوه میاشتو لپاره.”
د غزې نورو خلکو هم ویلي، چې دوی په سړکونو کې د ګرځېدو پرمهال سرځېدنې سره مخ کیږي او ډېری یې بې هوښه شي.
ځینې پلرونه له خپلو خیمو څخه وځي، چې ماشومانو ته د خوړو د غوښتنو پوښتنو ته ځواب نشي ویلی.
د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ادارې اونروا UNRWA له اسرائیلو څخه غوښتي، چې غزې ته د نورو مرستو لاریو ته اجازه ورکړي، چې د غزې ټولو خلکو ته له درې میاشتو څخه ډېر خواړه نلري؛ خو اسرائیل کاروانونو ته د ننوتلو اجازه نهورکوي.