سیمه ییز خبرونه
د غور ولايت ته ۲۰۰ محلي پوليس منظور شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
دغور چارواكي وايي، چې:
په دې ولايت كې به محلي پوليس د امنيت په ټينگښت كې ښه پايله ترلاسه كړي.
په اوسني حال كې د غور ولايت څو ولسوالۍ ناامنې دي او دې كارمحلي چارواكي اندېښمن كړي دي.
د غوروالي سيد انور رحمتي ټينگار كوي، چې:
د غور ولايت لپاره ۲۰۰ محلي پوليس منظور شوي دي.
د دې ولايت د ملي اردوعملياتي مركز رييس سيد اسدالله علوميار وايي:
محلي پوليسو ته په دې ولايت كې ډېره اړتيا ده.
كه څه هم د غور چارواكي په دغه ولايت كې د محلي پوليسو جوړيدل اغېزمن گڼي، خو د محلي پوليسو كړنې د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له خوا تل ترنيوكو لاندې دي.
كارپوهان وايي، چې د محلي پوليسو كړنې ډېرې څارنې ته اړتيا لري.