سیمه ییز خبرونه
د فارياب د دارالحفاظ آمر مولوي حقيار ووژل شو
مولوي بسم الله حقيار درې ورځې مخكې د مسلمانانو وژنه او ځانمرگي بريدونه د اسلام د اوامرو خلاف بللي ول.
د ميمنې ښار يو شمېر اوسيدونكي وايي:
كه دولت په بيړه د فردي وژنو مخه ونه نيسي، خلك به پخپله د دې ستونزې په وړاندې يو موټى شي.
بلخوا د فارياب امنيه كوماندان وايې، چې:
پوليسو د دې وژنې په تورپېنځه تنه نيولي دي.
د ميمنې د دارالحفاظ آمراو د رشيد دوستم په مشرۍ د جنبش گوند يو كليدى غړى مولوي بسم الله حقيار درې ورځې وړاندې ځانمرگي بريدونه او د مسلمانانو وژنه د اسلامي اوامرو خلاف كار بللى و. دى تېر ماښام د لمانځه له ادا كولو وروسته د وسله والو له خوا په ډزو كې ووژل شو.
د عيني شاهدانو په وينا:
مولوي حقيار له لمانځه وروسته له جومات څخه د وتو په حال كې و، چې د دوه موټرسايكل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو.
د فارياب امنيه كوماندان جنرال نبي جان ملاخېل وايي:
پېنځه تنه د دې ديني عالم د وژنې په پېښه كې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.
د فارياب د ولايتي شورا رييس رحمت الله ترکستانی وايي:
يو پرېكړه ليك، چې په كې د امنيت د ټينگښت او له ترهگرۍ سره په جدي مبارزه كې د خلكو غوښتنې را نغاړي، سيمه ييزو چارواكو ته سپارل شوى او كه د پرېكړه ليك په وړاندې بې پامي وشي، خلك به خپله اقدام وكړي.
د مولوي حقيار مړى د هغه د خپلوانو او د ميمنې ښار د ځينو اوسيدونكو له خوا د هغه جومات په انگړ كې د اعتراض په توگه خاورو ته وسپارل شو، چې دى په كې تر بريد لاندې راغلى و.