سیمه ییز خبرونه

د فارياب د لوړو زده كړو موسسه پوهنتون ته لوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لوړو زده كړو وزارت معين، چې د دغه بنسټ د پرانستې په موخه فارياب ته تللى و وايي:

له بدخشان، بغلان او كندوز ولايتونو وروسته فارياب څلورم ولايت دى، چې په كې د لوړو زده كړو موسسه پوهنتون ته لوړيږي.

سيمه ييزو چارواكو د لوړو زده كړو وزارت د دغه گام ستاينه وكړه.

د فارياب د لوړو زده كړو موسسه د لوړو زده كړو د وزارت د معين عبدالرحيم حسينيان  له خوا د يكشنبې په ورځ(د مرغومي۲۴) پوهنتون لوړه شوه.

نوموړى وايي، چې:

پوهنتون ته د لوړتيا غوښتنې ډېرې دي، خو د فارياب د لوړو زده كړو موسسې پوهنتون ته د لوړتيا ټول شرايط برابركړي ول.

په دغو مراسمو كې د فارياب والي د لوړو زده كړو د دغه گام ستاينه وكړه.

نوموړي زياته كړه، چې:

د فارياب پوهنتون، ودانۍ او نور د اړتيا وړ لوازم لري ؛ خو د ليليې نه شتون د دغه پوهنتون د محصلينو اساسي ستونزه ده.

د فارياب د لوړو زده كړو موسسې په ۱۳۵۶ ل كال كې په فعاليت پيل وكړ، په پيل كې يې ښوونكي روزل؛ خو اوس، چې دغه موسسه پوهنتون ته لوړه شوې له ټول هېواد څخه زرگونه ځوانان په دغه بنسټ كې په زده كړه بوخت دي.

Trending

Exit mobile version