بلخ @ps

د فارياب ولايت د مرکز ميمنې او څلور ولسواليو برښنا پرې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکي وايي، چې د فارياب ولايت د مرکز ميمنې او څلور ولسواليو برښنا پرې شوى ده.

د فارياب د برښنا ریيس سيد عبدالحميد وويل، دولت ضد وسلوالو د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په گورزاد سيمه کې د برښنا يوه پايه ويشتلې ده.

ویل کیږي؛ د ملا نورالحق په نوم د طالبانو یو قومندان د جمعې په ورځ سیمه ییزو چارواکو ته خبرداری ورکړی وکه حکومت د دوی تر ولکې لاندې سیمو ته د تېلو لیږدولو ته اجازه ورنه کړي؛ نو دوی به په سیمه کې پر غزیدلې برښنا برید وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو شل ورځو راهیسې د بغلان او کابل عام وگړي له اوږدې پرچاوۍ سره مخ شوي او یوازې د تاجکستان ۱۰۰ میگاوات برښنا ورته د کارولو وړ گرزیدلي ده.

Trending

Exit mobile version