نړۍ
د فلیپین په سوېل کې ۷.۸ درجې زلزله؛ د ۱۵ کسانو د مړینې وېره
زلزله نن سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه، چې له رخصتیو وروسته په فلیپین کې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي وه. د زلزلې ټکانونه د فلیپین په څو ولایتونو او آن د انډونیزیا د سولاوېسي ټاپو په ماناډو ښار کې، چې شاوخوا ۴۲۰ کیلومټره لرې پروت دی؛ هم احساس شوي دي.
د دوشنبې پر ورځ د فلیپین په سوېل کې مېنداناو ټاپو ته نږدې د رښتر پر کچه د یوې ۷.۸ درجې زورورې زلزلې له کبله د لږ تر لږه ۱۵ کسانو د مړینې وېره څرګنده شوې، چې په څو هېوادونو کې یې د سونامي خبرداری هم رامنځته کړی دی.
زلزله نن سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه، چې له رخصتیو وروسته په فلیپین کې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي وه. د زلزلې ټکانونه د فلیپین په څو ولایتونو او آن د انډونیزیا د سولاوېسي ټاپو په ماناډو ښار کې، چې شاوخوا ۴۲۰ کیلومټره لرې پروت دی؛ هم احساس شوي دي.
د دې پېښې له کبله د فلیپین په سوېل، د انډونیزیا په شمال او د مالیزیا د صباح ایالت لپاره د سونامي خبرداري ورکړ شوي دي. د زلزلې مرکز د مینډاناو د سارانګاني ولایت له ساحله شاوخوا ۲۰ کیلومټره لرې ښودل شوی دی.
د فلیپین چارواکي د اوښتو زیانونو ارزونه کوي او د دغه هېواد د ملکي دفاع اداره د هغو لومړنیو راپورونو پر څېړنه اخته دي، چې له مخې یې ۱۵ کسان مړه او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د فلیپین ولسمشر فرډینانډ مارکوس جونیر د بېړني غبرګون امر کړی او ویلي یې دي، چې حکومت د ژغورنې او مرستو د چارو او د خوندي کېدو د مرکزونو د جوړولو لپاره چمتووالی نیولی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې فلیپین اته میاشتې مخکې هم د تېرو ۱۲ کلونو تر ټولو خونړۍ زلزله تجربه کړې وه.
فلیپین او انډونیزیا د «آرام سمندر د اور په کړۍ» کې پراته دي؛ دا د زلزلو سیمه ده، چې هر کال په کې سلګونه زلزلې ثبتېږي.
د فلیپین د زلزلهپېژندنې ادارې د څرګندونو له مخې، په دې سیمه کې د رښتر پر کچه ۶.۷ درجې زور لرونکې وروستي ټکانونه هم احساس شوې دي.
راپورونه ښيي، چې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی، روغتونونه تخلیه شوي او ځینې پوهنتونونه هم زیانمن شوي دي. د مرستو لپاره پوځیان اغېزمنو سیمو ته استول شوي او مالیزیا هم د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
په انډونیزیا کې هم ځینې اوسېدونکي لوړو او خوندي سیمو ته لېږدول شوي او په ځینو سیمو کې د سونامي وړې څپې ثبت شوې دي.