نړۍ
د فلیپین په سوېل کې ۷.۸ درجې زلزله؛ د ۱۵ کسانو د مړینې وېره
زلزله نن سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه، چې له رخصتیو وروسته په فلیپین کې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي وه. د زلزلې ټکانونه د فلیپین په څو ولایتونو او آن د انډونیزیا د سولاوېسي ټاپو په ماناډو ښار کې، چې شاوخوا ۴۲۰ کیلومټره لرې پروت دی؛ هم احساس شوي دي.
د دوشنبې پر ورځ د فلیپین په سوېل کې مېنداناو ټاپو ته نږدې د رښتر پر کچه د یوې ۷.۸ درجې زورورې زلزلې له کبله د لږ تر لږه ۱۵ کسانو د مړینې وېره څرګنده شوې، چې په څو هېوادونو کې یې د سونامي خبرداری هم رامنځته کړی دی.
زلزله نن سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه، چې له رخصتیو وروسته په فلیپین کې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي وه. د زلزلې ټکانونه د فلیپین په څو ولایتونو او آن د انډونیزیا د سولاوېسي ټاپو په ماناډو ښار کې، چې شاوخوا ۴۲۰ کیلومټره لرې پروت دی؛ هم احساس شوي دي.
د دې پېښې له کبله د فلیپین په سوېل، د انډونیزیا په شمال او د مالیزیا د صباح ایالت لپاره د سونامي خبرداري ورکړ شوي دي. د زلزلې مرکز د مینډاناو د سارانګاني ولایت له ساحله شاوخوا ۲۰ کیلومټره لرې ښودل شوی دی.
د فلیپین چارواکي د اوښتو زیانونو ارزونه کوي او د دغه هېواد د ملکي دفاع اداره د هغو لومړنیو راپورونو پر څېړنه اخته دي، چې له مخې یې ۱۵ کسان مړه او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د فلیپین ولسمشر فرډینانډ مارکوس جونیر د بېړني غبرګون امر کړی او ویلي یې دي، چې حکومت د ژغورنې او مرستو د چارو او د خوندي کېدو د مرکزونو د جوړولو لپاره چمتووالی نیولی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې فلیپین اته میاشتې مخکې هم د تېرو ۱۲ کلونو تر ټولو خونړۍ زلزله تجربه کړې وه.
فلیپین او انډونیزیا د «آرام سمندر د اور په کړۍ» کې پراته دي؛ دا د زلزلو سیمه ده، چې هر کال په کې سلګونه زلزلې ثبتېږي.
د فلیپین د زلزلهپېژندنې ادارې د څرګندونو له مخې، په دې سیمه کې د رښتر پر کچه ۶.۷ درجې زور لرونکې وروستي ټکانونه هم احساس شوې دي.
راپورونه ښيي، چې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی، روغتونونه تخلیه شوي او ځینې پوهنتونونه هم زیانمن شوي دي. د مرستو لپاره پوځیان اغېزمنو سیمو ته استول شوي او مالیزیا هم د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
په انډونیزیا کې هم ځینې اوسېدونکي لوړو او خوندي سیمو ته لېږدول شوي او په ځینو سیمو کې د سونامي وړې څپې ثبت شوې دي.
نړۍ
ټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
ټرمپ د «پاډ فورس ون» نومې خپرونې ته ویلي، چې له لبنان سره د اسرائیل له پرلهپسې نښتو ناخوښ و؛ خو ټینګار یې کړی، چې له نتنیاهو سره یې اړیکې اوس هم ښې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې، چې له بنیامین نتنیاهو سره یې په یوه ټیلیفوني اړیکه کې هغه ته «لېونی» ویلي او په لبنان کې یې د اسرائیل د بریدونو له روان ساتلو ناخوښي ښودلې ده.
ټرمپ د «پاډ فورس ون» نومې خپرونې ته ویلي، چې له لبنان سره د اسرائیل له پرلهپسې نښتو ناخوښ و؛ خو ټینګار یې کړی، چې له نتنیاهو سره یې اړیکې اوس هم ښې دي.
د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپ د دوشنبې په ټیلیفوني اړیکه کې نتنیاهو ته ویلي: «ته لېونی یې. که زه نه وای، اوس به په زندان کې وې. زه دې ژغورم. اوس ټول له تا کرکه کوي. ټول له همدې کبله له اسرائیل څخه کرکه لري.»
نتنیاهو د دې راپور په غبرګون کې د اړیکې له جزئیاتو ډډه کړې؛ خو څرګندوي، چې له ټرمپ سره یې اړیکې بدلې شوې نهدي او دواړه لوري اوس هم ګډې موخې لري.
د اسرائیل لومړي وزیر زیاته کړې، چې د یوې کورنۍ د غړو په څېر کله ناکله د ده او ټرمپ ترمنځ پر تکتیکي مسایلو اختلافونه رامنځته کېږي؛ خو تل د هغو د حل لپاره یوه لار پیدا کوي.
بل لور ته ایران ویلي، تر هغې، چې اوربند لبنان هم رانغاړي؛ له امریکا سره به د جګړې د پای ته رسولو په اړه له هیڅ هوکړې سره موافقه ونهکړي.
سره له دې، چې د امریکا پر منځګړیتوب د دوشنبې پر ورځ یوه هوکړه اعلان شوې؛ خو د اسرائیل او حزبالله ترمنځ نښتې اوس هم روانې دي.
لبناني سرچینو ویلي، چې د لبنان په سویل کې د اسرائیل پر بریدونو لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ دا ادعا هم کړې، چې نتنیاهو یې له ایران سره جګړې ته نهدی هڅولی او ټینګار کوي، چې دا پرېکړه خپله ده کړې؛ ځکه د هغه په وینا، ایران ته باید د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ورنهکړ شي.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا له ایران سره د ۲۰۱۵ز.کال د اټومي هوکړې د پرېښودو له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ادعا یې کړې، که دا کار یې نه وای کړی؛ اسرائیل به اوس له خورا سخت وضعیت سره مخ و.
نړۍ
د احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه
د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ احمد الشرع په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې د امریکا د پاتې بندیزونو لرې کول د سوریې د اقتصاد د بیارغونې او د بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره اړتیا ده.
د سوریې ولسمشر احمد السرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سوریې د اقتصاد د ملاتړ او د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ احمد الشرع په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې د امریکا د پاتې بندیزونو لرې کول د سوریې د اقتصاد د بیارغونې او د بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره اړتیا ده.
سره له دې، چې امریکا پر سوریې د لګول شویو بندیزونو ډېره برخه لغوه کړې او د «سزار» قانون هم پای ته رسېدلی دی.
واشنګټن ویلي، چې ځینې محدودیتونه به اوس هم د بشارالاسد، د هغه د نږدې کسانو، د بشري حقونو د سرغړونو پر تورنو او له مخدره توکو د قاچاق له شبکو سره پر تړلو کسانو پاتې وي.
دغه راز امریکا د هغو هېوادونو په نوملړ کې د سوریې د شاملېدا وضعیت ارزوي، چې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکي بلل کېږي. دغه موضوع پر بهرنیو مرستو، دفاعي صادراتو او ځینو مالي راکړو ورکړو اغېز لري.
د بندیزونو بشپړ لرې کېدل د سوریې د نوي حکومت د بریا له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.
ویل کیږي، چې یو شمېر سعودي شرکتونو په سوریه کې څو میلیارډ ډالرو پانګونو ته چمتووالی ښودلی او ځینو خلیجي هېوادونو هم دمشق ته د مالي مرستو ژمنې کړې دي.
نړۍ
د پنسلوانیا پر سړک سخت امنیتي بندیز؛ سپینې ماڼۍ ته نږدې وسلهوال په ډزو کې ووژل شو
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د شنبې پر ماښام د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي ښار په مرکز کې هغه مهال سخت امنیتي تدابیر ونیول شول، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې یوه شکمن وسلهوال ډزې وکړې او د پټو خدماتو ځواکونو له لوري ووژل شو.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د امریکا د پټو خدماتو ادارې د خبرپاڼې له مخې، پېښه د ماښام له شپږ بجو لږ وروسته د اووهلسم سړک او پنسلوانیا ایونیو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
شکمن کس نږدې روغتون ته لېږدول شوی؛ خو هلته مړ اعلان شو.
په دې پېښه کې یو لاروی هم ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون تهوړل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو د پټو خدماتو ادارې ویلي، چې د امنیتي ساتنې اړوند چارې او چارواکي له کوم ګواښ سره مخ شوي نهدي.
د دې پېښې پلټنې لا هم روانې دي او چارواکو ویلي، چې نور معلومات به وروسته خپاره کړي.
ویل کېږي، شکمن کس له خپلې بوجۍ وسله راویستې او ډزې یې پیل کړې دي، چې وروسته د پټو خدماتو ځواکونو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.
-
نړۍ4 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
-
تازه خبرونه4 days agoپه ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
-
تازه خبرونه1 day agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
لوبی4 days agoپه سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
-
تازه خبرونه4 days agoد څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
-
څار5 days agoڅار: د پاکستان پر سیاستونو د پخواني ولسمشر کلکه نېوکه
-
تحول5 days agoتحول: له افغانستان سره د قطر له همکاریو د اسلامي امارت هرکلی
