لوبی

د فوټسال لیګ د وروستۍ اوونۍ په سیالیو کې زیتون او اتحاد بریاوې ترلاسه کړې

په نننۍ شپږ‌اتیاومه لوبه کې زیتون لوبډلې دیار سنايي ته ۸ پر ۲ ماتې ورکړه او په اووه‌اتیاومه لوبه کې اتحاد اف‌سي جوانان میهن لوبډلې ته ۴ پر ۱ ماتې ورکړه او درې نمرې یې ترلاسه کړې.

Published

on

Last Updated on: زمری ۹, ۱۴۰۴

د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان فوټسال غوره لیګ د وروستۍ اوونۍ د سیالیو پر مهال زیتون د دیار سنايي او اتحاد د جوانان میهن پر وړاندې ولوبېدل.

په نننۍ شپږ‌اتیاومه لوبه کې زیتون لوبډلې دیار سنايي ته ۸ پر ۲ ماتې ورکړه او په اووه‌اتیاومه لوبه کې اتحاد اف‌سي جوانان میهن لوبډلې ته ۴ پر ۱ ماتې ورکړه او درې نمرې یې ترلاسه کړې.

د پنجشنبې په دوه لوبو کې به ظاهر اسد او امید لوبډلې او  آریا فورج او پیروزي پنجشېر لوبې وکړي.

په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌وال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو وروستۍ ا،ونۍ لوبې پر ژوندۍ او قانوني بڼه په آریانا ټلویزیون ATN کې وګوري.

Trending

Exit mobile version