Connect with us

تازه خبرونه

د قطر په خبرو کې به د بهرنیو ځواکونو پر وتو وروستۍ هوکړه وشي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په قطر کې د امریکایي او طالب استازیو تر منځ د خبرو په شپږم پړاو کې امکان شته، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه وروستۍ هوکړه وشي.

په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د مشر د سیاسي مرستیال ملابرادر تر منځ خبرې روانې دي.

  امریکایي چارواکو ویلي، د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو په شپږم پړاو کې پر څلور اساسي موضوعاتو خبرې کیږي، چې خبرې یې لوړې کچې ته رسولي دي؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د ترهګرۍ ضد هڅو تضمین، د اوربند اعلام او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیل.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ د خبرو په شپږم پړاو کې د وروستۍ هوکړې احتمال شته؛ ځکه، چې د شپږم پړاو د خبرو حساس او جدي پړاو د افغانانو د خپلمنځي ناستې له لغوه کیدو وروسته په ټپه ولاړ و او دا دی زلمي خلیلزاد تېره ورځ بیا پیل کړ.

د طالبانو په واکمني کې د امر باالمعروف وزیر مولوی قلم الدین وایي؛ له محوري خبرو څخه د رامنځته شوي بندون له مخې لیرې کیدل مهم دي او د خلیلزاد له دې کار سره هیلې دادي، چې د امریکایانو او طالبانو خبرې وروستۍ پایلې ته ورسیږي.              

د خلیلزاد او طالبانو له خبرو مخکې ملا برادر په قطر کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې، د آلمان له ځانګړي استازي او د څو هېوادونو له جګپوړو چارواکو سره هم لیدنې درلودې.

کابل له زلمي خلیلزاد غواړي، چې په دې ناسته کې د افغانانو د خپلمنځي ناستې لپاره زمینه برابره کړي.

د مشرانو جرګې غړی شهزاده مسعود وایي، چې باید دواړه خواوې خپلمنځي خبرو ته د زمینې برابرولو لپاره تم شي؛ طالبان حق لري، چې پر حکومت نیوکې وکړي، ځکه قطر او افغان حکومت د افغانانو د ناستې د تر سره کیدو مخه ونیوله.              

د سولې مشورتي لویه جرګه هم تمه لري، چې په مذاکراتو کې یې غوښتنې او وړاندیزونه بابېزه ونه ګڼل شي.
د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زائري وایي، چې د سولې مخامخ خبرې د حکومت او طالبانو په ګټه دي او د سولې له بهیر سره هم دا کار مرسته کولی شي.      

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لومړی مهمه ده د اجنډا پر دوه مخکینیو مسایلو یعنې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او دا، چې افغانستان نور نړۍ ته خطر نه وي، وروستۍ هوکړه وشي.

خبریال: علی اصغري

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.

هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.

په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځه‌ویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.

په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.

عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!