سیمه ییز خبرونه

د قلات ښار، شاه جوى او ښار صفا ولسواليو د امنيتي چارو واك افغا ن امنيتي ځواكونو ته وسپارل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امنيتي مسئوليتونو د واك د لېږد دريم پړاو په پاى كې په زابل ولايت كې دا بهير ترسره شو. د زابل دولتي چارواكو او قومي مشرانو په وار سره له دولته غوښتنه كوله، چې وروسته تردې د زابل ولايت ته خپله پاملرنه ډېره كړي.

په هېواد كې له بهرنيو ځواكونو څخه كورنيو امنيتي ځواكونو ته د واك د لېږد د دريم پړاو په پاى كې د زابل ولايت د مركز قلات ښار، شاه جوى او ښار صفا ولسواليو د امنيتي چارو واك افغا ن امنيتي ځواكونو ته وسپارل شو.

پدې اړه په جوړو شويو مراسمو كې د زابل والي اشرف ناصري او د دې ولايت يو شمېر سپين ږيرو له دولت او نړېوالو گيله كوله، چې په هره برخه كې ېې د دې ولايت اوسېدونكي له پامه غورځولي او غوښتنه ېې كوله، چې لدې وروسته دې د زابل د اوسېدونكو د اقتصاد او نورو برخو مادي او معنوي برخو پېاوړتيا ته پاملرنه وشي.

پدې مراسمو كې، چې د كورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو مرستيال ستر پاسوا ل عبدالرحمن رحمن او د وسله وا ل پوځ د لوى درستيز مرستيال ډگر جنرا ل محمد اكرم هم حاظر وو د لوى درستيز مرستيال په خپله وېنا كې دوى ته ډاډ وركړ، چې وروسته لدې به د دوى د ستونځو په پام كې نېولو سره په دې ولايت كې پراختيايي او رغنيز كارونه پرمخ بېول كېږي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په جنوب لويديځه حوزه كې د نړېوالو او مركزي دولت ټوله پاملرنه پو ځي او امنيتي چارو ته اوښتې او د دې سيمو د اوسېدونكو نورو ټولنيزو ستونځو ته هېڅ ډول پاملرنه نده شوې، چې له همدې امله د دې سيمو خلك له دولته گيلمند او په وار يي نړېوال او دولتي لوړ پوړي چارواكي تر كلكو نېوكو لاندې راوستي دي.

Trending

Exit mobile version